افغانستان

نیویارک ټایمز: امریکایي ولس د بهرنیو جګړو پای ته رسول غواړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۸ل): له امریکا څخه خپرېدونکې مشهوره ورځپاڼه «نیویارک ټایمز» لیکي، چې په افغانستان او عراق کې جنګېدلي امریکايي عسکر او ملکي امریکایان بهرنۍ جګړې بې ګټې بولي او د پای ته رسولو غوښتنه یې کوي.

د ورځپاڼې د راپور په اساس، په یادو دواړو هیوادونو کې جنګېدلي عسکر بهرنۍ جګړې د امریکا د پیسو او امریکايي ځواکونو د ژوند د ضایع کېدو سبب بولي او له ولسمشر ټرمپ سره په دې برخه کې همغږي دي، چې باید بهرنۍ جګړې پای ته ورسول شي.

راپور زیاتوي، چې ۶۲ سلنه متقاعد امریکايي عسکر او جنرالان او ۶۴ سلنه ملکي امریکایان بهرنۍ جګړې اشتباه بولي او د پای ته رسولو هیله یې لري.

امریکایي ولس داسې مهال د بهرنیو جګړو د پای ته رسولو هیله لري، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بیا، بیا بهرنۍ جګړې «ناپایه» او «بې ګټې» بللې او له افغانستان څخه یې د خپلو عسکرو د ایستلو هوډ څرګند کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د امریکا ولس تر هغی زیات د استثمار او استعمار لاندی دی څومره چه عراق او افغانستان مظلوم اولسونه د استثمار او استعمار لاندی دی . لوی توپیر یی همدا چه اروپا او امریکا کی قانونی او په عراق، افغانستان او نور مظلوم بشریت که په زر، زور او تزویر استثمار تر سره کوی. هلته په ځانګړی ډول امریکا د انګریزانو او نورو حریصو اروپایانو له خوا اشغال شوی د هغه ځای اصلی باشنده ګان ( سره هندیان ) له هغه هیواده په میلونو مظلوم انسانان ووژل او کم چه یی پاتی هغه یی مهار کړی او د هغوی په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x