روغتیانړۍ

دهلي کې د سختې ککړې هوا له کبله بیړنی روغتیایي حالت اعلان شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۸ل): د هندوستان پلازمینه نوي دهلي کې د کارپوهانو یوې ډلې د جمعې په ورځ په دغه ښار کې د هوا ککړتیا له امله د نومبر میاشتې تر ۵مې نیټې د روغتیا بیړنی حالت اعلان کړی دی.

د محکمې لخوا ټاکل شوې کمیټې په نوې دهلي کې ښوونځي او په هوا کې د دوړو خپریدو مخنیوي لپاره په لنډمهاله توګه ودانیزې چارې هم بندې کړې دي.

د هوا ککړتیا عموما د نومبر میاشتې په پېل کې د هند په اختریزو «دیوالي» مراسمو کې د پټاخیو سوځولو او بېلا بېلو رنګونو استعمال او د کرنیزې ځمکې پاتي شوني سوځولو له کبله زیاته شوې ده.

روغتیا پوهان وایي چې په دغه ښار کې د هوا ککړتیا وژونکي حالت ته رسیدلې ده چې له کبله یې بیړنی روغتیایي حالت اعلان شوی دی.

پوهان د درجه بندۍ له مخې د هوا ککړتیا له ۱۵۱ څخه تر ۲۰۰ درجو پورې د روغتیا لپاره زیانمنه بولي، له ۲۰۱ څخه تر ۳۰۰ پورې بې اندازې ضرري وي خو له هغې هم پورته مرګ ګواښونکي ګڼل کیږي چې په دهلي کې دغه اندازه «۴۴۰» ته رسیدلې ده چې ورځنی ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

کله چې د هوا ککړتیا درجه دغې حالت ته ورسیږي، اوسیدونکو ته سپارښتنه کیږي چې د روغتیا ګواښونو له امله له کور څخه بهر هیڅ ډول فعالیت ترسره نه کړي، ځکه چې د تېرو څو ورځو راهیسې د هوا حالت روغتیا ته ګواښونکی دی.

د نوي دهلي د حکومت مشر «اروند کجریوال» لا دمخه په دغه ښار کې د دوه اوونیو لپاره پر خلکو د شخصې موټرو چلول منع کړي وو، په ځانګړي ډول هغه موټر چې د دیزلو او پترولو په واسطه چلیږي د ۴م نومبر څخه تر ۱۵م نومبر پورې په ښار کې منع اعلان شوي دي.

دغه راز اروند کجریوال د دهلي پر ماشومانو وړیا مخ ماسکونه ویشلي دي، تر څو وکولای شي ددغې لارې هم د ماشومانو روغتیایي حالت تر یوې اندازې وژغورل شي. د هوا ککړتیا له کبله په دغه ښار کې ۲.۲ ملیونه ماشومان د سږو پر ناروغۍ اخته دي.

په هند کې یوازې دهلي ښار نه بلکې، پنجاب، هریانا او ځینې نور ښارونه هم د هوا ککړتیا له کبله له جدي حالت سره مخ دي، د یادو ښارونو وزیرانو د وضعیت ښه کولو لپاره د ګډ پلان جوړولو لپاره بیړنۍ ناسته کړې ده.

له بل پلوه د دهلي ښار هوا پیژندنې څانګه له شپږم نومبر څخه وروسته په دغه ښار کې د باران وریدلو وړاندوینه کوي، چې په مرسته به یې د هوا سرعت کې بدلون راشي او د خطرناکې هوا حالت به غوره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x