کدو، د پیغمبرانو خواړه؛ روغتیایي ګټې یې څه دي؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۸ل): پوهان وایي چې کدو له سبزیجاتو څخه نه بلکې له میوه جاتو څخه ګڼل کیږي، په قران کریم کې کدو د یونس علیه السلام له خوړو څخه یاد شوی، دغه ډول په بېلا بېلو حدیثونو کې ذکر شوي چې کدو د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د خوښې خواړه دي.

د پوهانو په وینا په ټوله نړۍ کې ۴۵ ډولونه کدوان موندل کیږي او هر یو یې بیلې بڼې، خوندونه او ګټې لري، چې دغه راز د استعمال لارې یې هم مختلفې دي.

د تغذیې متخصصه «جولي ګاردن روبنسون» ویلي چې نیمه پياله کدو ۲۰۰سلنه ويټامن ای چمتو کولای شي، د نورو ګټو سربېره د سترګو روغتیا سالموي او د نظر په تیزولو کې مرسته کوي.

کدو په بېلا بېلو ډولونو پخیږي او هم اومه استعمالیږي، دغه راز کولای شئ د کدو تخمونو وخورئ او ددې له پاڼو هم ګټه پورت کړئ.

کدو کې په پراخه کچه ویټامن سي شتون لري، په حقیقت کې کدو یو په زړه پورې او جلا خوند لري.

ډاکټره جولي کاردن زیاتوي چې کدو په پوټاشیم هم بډایه خواړه دي، چې زمونږ د غړو عضلاتو په جوړولو او پیاوړلو کې مرسته کوي، دغه راز کدو په هر ۱۰۰ ګرامه کې ۱۲ کالوري هم لري.

له بل پلوه، د کدو زړي یا تخمونه د وګړو په تناسلي آله کې د وینې کچې په لوړولو کې ځانګړی رول لري، او دوی سره د جنسي فعالیت مودې اوږدولو کې هم مرسته کوي.

د ژمي په یخو شپو کې پوهان د کدو او نورو نارنجي رنګه سبزیجاتو د خوړلو سپارښتنه کوي، ځکه چې دا د بدن په دفاعي او جنسي ځواک ښه کولو کې مرسته کوي.

لکه څرنګه چې کدو په سوپ کې هم استعمالیږي او د سوپ استعمال د ژمي په یخو شپو کې ګټور وي او جلا خوند لري، سربېره پر دې کدو غوړ هم کم لري او بیټا کیروټين او اومیګا ۳ غوړ اسیدونو څخه هم برخمن دی.

کدو د سترګو لید سربېره د سرطان خطر په کمولو کې مرسته کوي، جلد یا پوستکي ته ښکلا بښي، لوړ فشار کنترولوي او د اضافي وزن مخنیوی هم کولای شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د