ورزش

لالیګا لیګ: لیوانتې لوبډلې برسلونا ته په ۳-۱ ستره ماتې ورکړه – ویدیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ لړم، ۱۳۹۸ل): د اسپانیا په کورني فوټبال لیګ «لالیګا» کې سترې لوبډلې برسلونا ته د لیوانتې لوبډلې لخوا په ۳-۱ ماتې ورکړل شوه.

برسلونا لوبډله چې له لسو سیالیو وروسته یې په جدول کې لومړی مقام درلود، د تکړه لوبغاړي لیونل میسي په شتون د لیوانتې لوبډلې پر وړاندې په حیرانونکې ډول له سختې ماتې سره مخ شوه.

دغه سیالۍ چې د لیوانتې لوبډلې په کوربه توب په والنسیا کې ترسره شوه، په لومړۍ نیمایي کې که څه هم دواړو لوبډلو غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه، خو لیونل میسي په ۳۸مه دقیقه کې په پینالتي وهلو سره لومړی ګول وواهه.

د دویمې نیمایي له پېل سره سم لیوانتې لوبډلې غوره پېل وکړ، چې د برسلونا لوبډلې په ځینو تیروتنو سره وتوانېدل په ۶۱مه دقیقه کې لومړی ګول ووهي، دغه راز یې په ۶۳مه او ۶۸مه دقیقه کې دویم او دریم ګول هم وواهه، چې په ۷ دقیقو کې درې ګولونه ووهل.

یو مهال چې د برسلونا لوبډلې لپاره بریا سخته بریښېده لیونل میسي دویم ګول هم وواهه، خو د دریم لوبڅار لخوا ګول ورنکړل شو، دغه راز برسلونا لوبډلې په ۳-۱ ستره ماتې وخوړه خو سره له دې هم تر دې دمه په لومړي مقام ځای لري.

که چیرې د نن او سبانۍ ورځو په راتلونکو سیالیو کې ریال مدرید یا غرناطه او یا ریال سوسیدید بریالي شول برسلونا به خپل لومړی مقام د اوس لپاره له لاسه ورکړي.

د یادونې وړ ده چې دا د برسلونا لوبډلې لپاره د لالیګا لیګ په ۲۰۱۹/۲۰ پړاو کې دریمه ماتې وه چې د کمزورو لوبډلو لخوا ورکړل شوه.

د برسلونا لوبډلې منیجر یا مشر روزونکی «ارنیستو ولوردي» له تیرې اوږدې مودې راهیسې د فوټبال پوهانو او شنونکو لخوا له سختو نیوکو سره مخ دی چې د لوبې لپاره هیڅ ځانګړی پلان نه لري، د برسلونا زیاتره مینوال یې د ګوښه کېدلو غوښتنه هم کوي.

له تېرو څو کلونو راهیسې برسلونا لوبډله په خپل کور کې سترو لوبډلو ته ماتې ورکوي، خو د سیال لوبډلې په کوربه توب له فشار سره مخ کیږي او ماتې خوري.

د ۲۰۱۷م کال په اروپا اتلانو لیګ کواټر پایلوبه کې د روما لوبډلې پر وړاندې برسلونا ماتې خوړلې وه، دغه راز یې په ۲۰۱۸م کال اروپا اتلانو لیګ کې د لیورپول لوبډلې پر وړاندې په نیمه پایلوبه کې له سختې لوبې وروسته ماتې وخوړه چې له کبله یې له یاد جام څخه بهر شوې وه.

https://www.youtube.com/watch?v=hVX4c_MgEbQ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x