د احادیثو په هکله لنډ ، خو هر اړخیزه معلومات(لمړۍ برخه)

لیکنه: دکتور عمر عماد

یادونه : دغه لړۍ به په څو برخو کې خپریږي ، چې اخري برخه به یې د ( شبهې اوځوابونه ) په عنوان وي ، چې په هغې کې به د حدیثو په هکله د معاصرو معتزله وو اونورو شبهو ته ځوابونه ویل کیږي ان شاء الله تعالی

( لمړۍ برخه )

د حدیث تعریف :

حدیث په اصطلاح کې د رسول الله – صلی الله علیه وسلم – خبرې ، فعل ، تقریر ، او بدني او خلقي صفت ته وایي . ( تقریر دې ته وایي چې د رسول الله په مخکې کوم کار او یا خبره وشي او یا ترې خبر شي خو هغه سکوت پرې وکړي او نه یې بد ووایي او نه ترې منع وکړي ) .

په شریعت کې د حدیثو ځای او دنده :

د علماوو په اجماع حدیث  – پس له قرآنه – د شرعي آحکامو دوهم مصدر دی .

احادیث د قرآن مجید شرحه (د مبهم تفسیر ، او د مجمل بيان او تفصيل , او د عام تخصیص ، او د مطلق تقیید ) او د نورو هغو احکامو تشریع ده چې په قرآن کې  یې  هیڅ یادونه نه وي شوې . الله تعالی خپل رسول ته وایي چې : (وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ ) النحل / 44 . او قرآن مجید ځای ځای د رسول الله علیه السلاة والسلام د اوامرو په منلو امر کړی ، لکه (وَمَا آتَاكُم الرَّسُول فَخُذُوهُ وَمَا نهاكم عَنهُ فَانْتَهوا) الحشر / 7 او فرمایلي یې دي چې رسول الله علیه السلام کله هم د خپلې هوا او هوس څخه خبرې نه کوي ، بلکې د هغه خبرې وحی ده چې ده ته د الله تعالی له لورې کیږي ( وَمَا ينْطق عَن الْهوى * إِن هُوَ إِلَّا وَحي يُوحى) النجم /3- 4 . او له همدې ځایه ده چې جماهیر علماء لکه امام ابن حزم ، او سرخسی ، او علاء الدين السمرقندي او نور وايي چې وحی په دوه ډوله ده : یو متلو وحی ده ( یعني هغه وحی چې تلاوت یې کیږي، یعني قرآن مجید .)  او بل غیر متلو وحی ده چې هغه د سنتو څخه عبارت دی .البته دا په دې معنی نه ده چې رسول الله علیه السلام دې کله هم اجتهاد نه وي کړی ، بلكې د اصول د علماوو راجح قول دا دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم اجتهاد کړی دی ، خو چې کله په اجتهاد کې سهوه شوی بیا وحی ورته تصحیح کړی دی ،لکه د بدر د آسیرانو د برخلیک او پر ابی بن سلول باندې د جنازې د لمونځ په مسآلو کې.

هو ، پرته له سنتو د قرآن مجید په ډیرو اوامرو عمل کول ناشوني دی ، او شریعت نیمګړی دی ، لکه لمونځ ، حج ، زکات ، حرام بیوع او نور معاملات ، د حدودو تطبیق او نور ډیر هغه قرآني آحکام چې تفسیر اوتفصیل او بیان یې په سنتو کې راغلی دی .

حدیثو ته د مسلمانانو پاملرنه :

په شریعت کې د حدیثو د پورته یاد شوي ارزښت او اهمیت له مخې مسلمانانو ورته د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند او د هغه د وفات نه وروسته لکه څرنګه چې ښایي هسې اهمیت ورکاوه ، په دې معنی چې هغوی به د رسول الله د حکم،  اوامرو او نواهی څخه سر غړونه نه کوله ، او د قرآن مجید د کوم آیت په پوهیدو کې به چې ورته ستونزه پیدا کیده نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه به یې پوښتنه کوله . او د رسول الله صلی الله عله وسلم د وفات نه وروسته به هم صحابه کرام د سنتو کلک پابند وو، او خلفاء راشدینو به په هره موضوع کې د احادیثو پر بنیاد پرېکړې کولې ، او که به خپله ورته معلوم نه وو نو په هغې موضوع کې به یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو پوښتنه کوله ، او کله به یې چې په قرآن او سنتو کې حکم پیدا نه کړ نو بیا به یې خپله اجتهاد کاوه .

د حدیثو په روایت او منلو کې احتیاط ، د لیکلو څخه یې په اول کې منع کول او یادولو ته یې هڅول :

صحابه کرامو د آحادیثو په روایت کې خورا احتیاط کاوه ، هسې نه چې کوم ټکی ترې نه زیات یا کم یا ګډووډ شي او د دې حدیث د حکم لاندې رانشي چې : ( من كذب عليّ متعمدا فيتبوأ مقعده من النار ) .  حتی چې أبو بكر صديق او عمر بن الخطاب به کله ناکله د ځینو صحابه وو څخه د حدیث ثبوت او ګواهي غوښتله ، عمر بن الخطاب په دې هکله تر نورو ډیر تشدید کاوه . دا ټول په دې خاطر چې د خلکو اصلي پاملرنه باید قرآن مجید ته وي او په هماغه ترکیز وکړي هسې نه چې سنت د قرآن سره ګډ شي . او له همدې ویرې یې خلک د احادیثو له لیکلو منع کول ، حتی خپله رسول الله علیه السلام عام صحابه د احادیثو له لیکلو منع کول ، او ویې ویل چې  : (لا تكتبوا عني، ومن كتب عني غير القرآن فليمحه، وحدثوا عني، ولا حرج، ومن كذب علي – قال همام: أحسبه قال – متعمدا فليتبوأ مقعده من النار ) . یعنی زما څخه څه شی مه لیکئ ، او چا چې زما د خولې څخه پرته له قرآن کریم څخه نور څه لیکلي وي ړنګ دې یې کړي . او زما نه روایت وکړئ هیڅ باک نه لري ، او چا چې پر ما قصدا دروغ وویل نو په اور کې دې ځان ته ځای جوړ کړي . البتة دا د قرآن مجید د ساتنې لپاره یو تدبیر و، د دې لپاره چې حدیث د قرآن سره په لیکنېزه بڼه ګډ نه شي، خو د چا په حق کې چې دغه ویره نه وه هغه ته بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله د حدیثو د لیکلو اجازه ورکوله ، لكه عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنه چې وایي : ما به د رسول الله آحادیث لیکل ، نو قریشو منع کړم چې رسول الله انسان دی د خوښۍ او غوصې په حالت کې خبرې کوي . دی وایي چې د رسول الله علیه السلام نه مې په دې هکله پوښتنه وکړه  ، نو راته یې وويل : ( اكتُبْ، فو الذي نفسي بيدِه، ما يَخرُجُ منه إلا حقٌّ ) یعنی : ویې لیکه ، زما دې په هغه ذات قسم وي چې زما نفس یې په لاس کې دی پرته له حقه زما له خولې بل څه نه وځي . همدا راز یې د مکې په فتح کې د ابو شاه په نوم یو صحابي ته د یو حدیث د لیکلو امر وکړ . په هر حال ، قاضی عیاض اوامام نووي او نور علماء وایي چې له لیکلود منع کولو احادیث مقدم دي او د جواز احادیث یې وروستني او د منع ناسخ دي ، او بیا وروسته د حدیثو په لیکلو اجماع وشوه .

خو د حدیثو د لیکلو څخه منع کول او یا په روایت کې یې احتیاط کله هم د هغو د بې اهمیتۍ ، او یا د هغو د یاده وتلو او ورکیدلو په وړاندې د بې تفاوته پاته کیدو معنی نه لري، بلکې هم رسول الله او هم صحابه په دې پوهېدل چې- د هغه وخت – عرب امي قوم دی ، په لیک او لوست نه پوهیدل او ټوله بروسه یې په حفظ اویادولو وه ، اوهغوی داسې افسانوي حافظې درلودلې چې اوس به کیدای شي ډیرو خلکو ته دروغ ښکاره شي ، نو ځکه د لیکلو پر ځای په همدې  وسیلې تکیه وشوه ، او رسول الله علیه الصلاة والسلام خلک د حدیثو د لیکلو پر ځای د هغې زده کولو او بیا نورو ته رسولو ته هڅولي دي ، لکه چې فرمایي : (نَضَّرَ اللَّهُ امْرَأً سَمِعَ مَقَالَتِي فَبَلَّغَهَا، فَرُبَّ حَامِلِ فِقْهٍ غَيْرِ فَقِيهٍ، وَرُبَّ حَامِلِ فِقْهٍ إِلَى مَنْ هُوَ أَفْقَهُ مِنْهُ ) . او د حجة الوداع په مشهوره خطبه کې یې وفرمایل : (أَلَا فَلْيُبَلِّغِ الشَّاهِدُ مِنْكُمُ الْغَائِبَ) . او لکه د یوې سیمې پلاوي ته چې یې یو لړ لارښوونې وکړې او په پای کې یې ورته وویل : (احْفَظُوهُ وَأَخْبِرُوا بِهِ مَنْ وَرَاءَكُمْ” او په یو بل حدیث کې راځي چې : (مَثَلُ الَّذِي يَتَعَلَّمُ الْعِلْمَ، ثُمَّ لَا يُحَدِّثُ بِهِ، كَمَثَلِ الَّذِي يَكْنِزُ الْكَنْزَ، فَلَا يُنْفِقُ مِنْهُ) . او په یو بل حدیث کې راځي چې : ( خ‍ذوا عنی مناسککم ) او هم فرمایي چې : (تَسمعون ويُسْمَع منكم، ويُسْمَع ممن يَسْمَع منكم ) ،او بل ځای فرمایي چې : ( صلوا کما رایتمونی اصلی ) . له همدې ډؤل احادیثو څخه دا حقیقت څرګندیږي چې رسول الله د حدیثو یادولو ته مسلمانان هڅول ، او صحابه کرام دې کار ته لیواله وو ، خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم هڅونه او د صحابه وو دغه لیوالتیا داسې نه وه لکه د حدیثو لیکلو ته ، له دې ویرې چې قرآن او حدیث سره ګډ نه شي، او د دې لپاره چې د خلکو پاملرنه په اول کې یوازې په قرآن مجید راټوله وي، خو کله چې دغه د نه لیکلو اسباب ختم شول ، او صحابه د مدینې نه په لیرې سیمو کې میشت شول ، هغه ځای چې خلکو ته د حدیثو د اوریدلو او زده کولو او لیکلو اړتیا ډیره شوه او په عین وخت کې د احادیثو د هیرېدلو ویره پیدا شوه ، نو هغه وخت یې بیا د حدیثو لیکلو ته ملا وتړله ، چې دا کار په لومړي ځل عمر بن عبد العزیز – رحمة الله علیه (وفات ۱۰۱ هـ ) – وکړ ، او په مدینه منوره کې یې خپل والي أبو بكر بن حزم ته وليكل چې : (انْظُرْ مَا كَانَ مِنْ حَدِيثِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَاكْتُبْهُ فَإِنِّي خِفْتُ دُرُوسَ الْعِلْمِ وَذَهَابَ الْعُلَمَاءِ.) أو په ځینې روایاتو کې راځي چې همدغه امر یې نورو سیمو ته هم وکړ . چې بیا له هماغې ورځې علماوو د حدیثو لیکنې ته مټې راونغاړلې ، په داسې حال کې چې له دې نه مخکې ښکاره پاملرنه یوازې د حدیثو شفاهي روایت او د هغو یادولو ته وه .

او د حدیثو د لیکلو سره سم  نورو هغو علمي هڅو ته هم اړتیا پیدا شوه ، چې دی هغې پر مټ د حدیثو څخه داسې علمي پولادي دیوال چاپیر شو چې پیړۍ پیړۍ راهیسې لاتر اوسه پورې پکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث خوندي پاته شول . چې په هغې به د دې لیکنې په راتلونکو برخو کې رڼا واچوو ان شاء الله تعالی .

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د