شعـــــرونه

غزل: لالهانده په سکون پسې ګرزیږم

عاکف مهاجر

لالهانده   په  سکون  پسې  ګرزیږم
له ماورک زما ژوندون پسې ګرزیږم

چې له خولې  یې  مرغلرې توییدلې
چې دزړو یې کړو سمون پسې ګرزیږم

په خوږو خبرو زړونه یې اخستل چې
هغه خوږ شیرین مضمون پسې ګرزیږم

چې په حق به یې ددار هم پروا نکړه
دمنصور کړمه لټون پسې ګرزیږم

یو ګلاب وو  په یاسر به یادیدلو
ها دګل غوندې زرغون پسې ګرزیږم

چې ممبر د انقلاب یې وو ساتلی
ژوند کې نه یې وو بدلون پسې ګرزیږم

شپه او ورځ مې اوس عاکفه سرګردانه
کړوي مې یې بیلتون پسې ګرزیږم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x