افغانستان

د ځانګړو ځواکونو او اربکيانو دوه قومندانان وژل شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۸ل): طالبانو په پکتيا او ميدان ودرګ ولایتونو کې د ځانګړو ځواکونو او اربکيانو دوه قومندانان وژلي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تيره ورځ يې د پکتيا ولايت مرکز ګرديز اړوند بالاحصار ته نژدې سيمه کې يې د ځانګړو ځواکونو يو تن قومندان ظابط وحيدالله په يو تکتيکي بريد کې وژلی دی.

همدا راز نوموړی وايي چې د ميدان ودرګ ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې يې د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ د اربکيانو عمومي قومندان محمد حسن هم په يو بريد کې وژلی دی.

تر اوسه دولتي سرچينو د دواړو وژل شويو قومندانانو په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې په بهرنيو او کورنيو عسکرو د طالبانو بريدونه زيات شوي دي چې له امله یې د ګډو ځواکونو په مرګ ژوبله کې هم زياتوالی راغلی دی.

طالبانو تيره ورځ ويلي وو چې په څلورويشت ساعتونو کې يې تر سلو ډیرو امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx