
انعکاس: محمد انور تبسم
محمد انور تبسم
تر قاتل نه رسي ښېرې مو څومره ډېرې وکړې
بې خونده ژونده ! جنازې مو څومره ډېرې وکړې
نه مو اسمان واوري فرياد او نه د زمکې خلک
سوال مو قبليږي نه سجدې مو څومره ډېرې وکړې
د ځناورو د خندا دې کړو بدرنګه جنګه !
مينه مو ونه کړه جګړې مو څومره ډېرې وکړې
په کور د ننه چې جرګه نه شو باور نه کوم
د بل په کور باندې جرګې مو څومره ډېرې وکړې
پر ګورګوتو څڼو ونه موسيدو،ورژېدو
په دامانونو باندې شپې مو څومره ډېرې وکړې
وبښه مينې ! ستا څپرکي ته ونه رسيدو
په اوسنۍ وضعه کېسې مو څومره ډېرې وکړې
نه مونږ بدل شوو تبسمه ! نه هغه بدليږي
له نصيبونو نه ګيلې مو څومره ډېرې وکړې