
غزل/ پیرمحمد کاروان
پير محمد کاروان
له ناروا مې دې خدای وساتي روا را نیسم
زه مې لفظونه خرڅومه پرې سودا را نیسم
زما د بڼ بوټی له تندې مري ساه لنډي هم دي
څه یې اوبه په کار دي څه ورته هوا رانیسم
زړه مې په لپه کې د ږدنو د دانو په شانې
چې پرې مَړې شي مرغۍ وږې د دعا را نیسم
سپوره ډوډۍ چې مې مرۍ د ماشوم غوڅه نه کړي
د تکو سپینو شیدو والا توره غوا را نیسم
په کار مې څو پیالې د چایو څو د تېلو ډيوې
نه چې په سپینه شپه له پېغلو نه سوما را نیسم
بس د دردونو یو کاروان دی چې روان دی په کې
کر د درمان په کې کوم شاړه صحرا را نیسم