افغانستان

نبیل: که د بندیانو تبادله د سولې مذاکرات بیا پیلولای شي؛ یو ښه ګام دی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۸ل) : د کابل حکومت د ملي امنیت پخوانی رییس او تېرو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند «رحمت الله نبیل» وایي، که څه هم د انس حقاني او طالب زندانیانو خلاصون د هیواد امنیت ته خطر پېښولای شي؛ خو بیا هم که د سولې مذاکرات ورسره پیل شي، یاده تبادله به یو ښه ګام وي.

طلوع نیوزد «رحمت الله نبیل» له قوله لیکي « موږ د زندانیانو د تبادلې سره مخالفت نه لرو؛ خو د هغو اصولو مخالف یو، چې ددې تبادلې لپاره په لار اچول شي».

نبیل زیاته کړه « که څه هم د انس حقاني او نورو طالب زندانیانو خلاصون ملي امنیت له خطر سره مخامخ کولای شي؛ خو بیا هم د سولې د مذاکراتو د بیا پیل په هیله باید دا قرباني ورکړو».4

د نوموړي په قول، هغه اتیا کسان چې طالبان یې د امریکایي پوهنتون د دوو تنو استادانو په بدل کې غواړي، له ډلې یې تر ټولو مهم کسان انس حقاني، حافظ رشید او مالي خان دي.

نبیل داسې مهال د طالب او امریکايي زندانیانو تبادله یو ښه ګام بولي، چې کابل ته د خلیلزاد له وروستي سفر سره په یو وخت یاده موضوع ګرمه شوې او د رسنیو د راپورونو په اساس، طالب لوري امریکا ته د اتیا زندانیانو لست ور سپارلی او د امریکايي پوهنتون له دوو تنو استادانو سره یې د تبادلې غوښتنه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د بندیانو خلل خبل ځای او د سولی خبری خپل ځای لری یعنی دواړه دی ترسره شی ، نبیل خو د نورو غلامانو به شان یو ناوړه خبیث غلام دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x