افغانستان

مشرانو جرګه: امریکا دې د خلیلزاد په ځای د سولې بل استازی وټاکی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۸ل) : د ګډ حکومت د مشرانو جرګه وایي، د امریکا حکومت دې د افغانستان د سولې لپاره د «زلمي خلیلزاد» په ځای بل استازی وټاکي.

جمهور نیوز د مشرانو جرګې د دوهم مرستیال «محمد اصف صدیقي» له قوله لیکي، چې خلیلزاد د سولې د پروسې د هڅو تر نامه لاندې شخصي ګټې لټوي او د نوموړي په مشري د سولې لپاره شوو هڅو هیڅ کومه څرګنده پایله نه ده ورکړې.

صدیقي زیاته کړه، موږ له امریکا غواړو چې زلمی خلیلزاد دې له دندې لرې او په ځای يې دې د سولې لپاره بل استازی وټاکي.

افغانی الاصله امریکایی زلمی خلیلزاد چې له تېر یوه کال را پدېخوا د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي په حیث دنده مخته وړي؛ له طالبانو سره یې څو میاشتني مذاکرات ترسره کړي او له هغوی سره د سولې د توافقنامې تر لاسلیک پورې نږدې شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د خلیلزاد به ځای دی ### یار ځانګړی نماینده جوړ کړی هغه تر خلیلزاد ډیر چاق او لوی غلام دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x