افغانستان

ارګ: موږ په دې وروستیو کې د بهرنیو چارو وزارت له فعالیت خوښ نه وو

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۸ل) : د حکومت مشر ویاند «صدیق صدیقي» اعتراف کړی، چې حکومت په دې وروستیو کې د بهرنیو چارو وزارت له فعالیت خوښ نه وو او په یاد وزارت کې د اصلاحاتو په لټه کې دی.

صدیقي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته د خبرو په مهال وویل « اوس هغه وخت رارسېدلی، چې په بهرنیو چارو وزارت کې بنسټیز اصلاحات راولو تر څو یاد وزارت وکولای شي په سیمه ییز او بهرني سیاست باندې خپل تمرکز زیات کړي او هغه بهرني سفارتونه چې اصلاحاتو ته اړتیا لري؛ بیا ځلې اصلاح کړي».

صدیقي داسې مهال د ارګ او بهرنیو چارو وزارت تر منځ له نه همغږۍ پرده پورته کوي، چې کابو دوه اوونۍ وړاندې ددې وزارت پخواني سرپرست «صلاح الدین رباني» استعفاء ورکړه او پر ځای يې ددې وزارت پخوانی مرستیال «ادریس زمان» وټاکل شو.

د صلاح الدین رباني د استعفاء په تړاو اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» ویلي وو، چې نوموړي د ارګ د مغرضانه مداخلې له امله استعفاء ته اړ شوی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x