اسلام اباد: د مولانا فضل الرحمن له لوري حکومت ته د خبرداري وروستۍ ورځ ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ لړم، ۱۳۹۸ل): پاکستان کې د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن دوه ورځې مخکې حکومت ته خبرداری ورکړی و، که تر دوو ورځو يې استعفا ونه کړه، پر خلاف به يې سختې پرېکړې وکړي او نن د دغه خبردراي وروستۍ ورځ ده.

مولانا فضل الرحمن ويلي و، که تر دوو ورځو پورې د لومړي وزير عمران خان په مشرۍ حکومت استعفا ونه کړي، پر خلاف به يې سختې پرېکړې وکړي او د هر ډول تاوتريخوالي پړه به هم د حکومت پر غاړه وي.

له تېرو څو ورځو راهيسې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د اپوزيسيون ګوندونو لکونو پلويان په اسلام اباد کې راټول شوي، د لومړي وزير عمران خان حکومت جعلي بولي او له هغه د استعفا غوښتنه کوي.

په عين حال کې د روانو ستونزو د حل لپاره د حکومتي چارواکو او اپوزيسيون ګوندونو مذاکراتي ټيم هم په خبرو بوخت دی.

د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ اپوزيسيون ګوندونه د لومړي وزير عمران خان د استعفا غوښتنه کوي، خو د حکومت له لوري د مذاکراتي ټيم مشر او د دفاع وزير پرويز خټک وايي، د عمران خان استعفا له امکانه بهر ده.

د جمعيت علمای اسلام رهبري غړو ويلي، چې مولانا فضل الرحمن د خپل ګوند له مرکزي شورا سره په سلامشورو بوخت دی او غواړي د راتلونکو ورځو د پلان په اړه پرېکړه وکړي.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې مولانا فضل الرحمن په راتلونکو ورځو کې د حکومت پر ضد څنګه او کومې پرېکړې کوي.

ژورناليستان او کارپوهان وايي، چې مولانا ټول پلانونه له ځان سره ساتلي او هېڅوک ترې نه دي خبر، چې راتلونکي کې به څه کيږي.

د پاکستان وتلي کارپوهان او خبريالان حامد مير او سليم ساپی وايي، مولانا تر اوسه په خپل پلان او کړنو کې بریالی دی او د راتلونکي په اړه يې ځکه څه ويل ستونزمن دي، چې مولانا د ژورې پوهې او قوي بصيرت سياستوال دی او خپل ټول پلانونه يې له ځان سره ساتلي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

پاکستان طالبان د دیموکراسی ناری وهی خو دلته افغانستان ضد د دیموکراسی چلند لری. بیا ګوری د فضل الرحمن منافقانه سیاست ته چی وایی افغانستان کی جهاد روا ده او پاکستان کی ندی روا. ####

جميل
میلمه
جميل

دا جمهوری ملايان پر عهد وفا نشی کولای ، د دوی خبری د منلو ندی ، د ضرب الاجل وخت خو يی پوره شو وبه ګورو چی څه کولای شی ، ځينو ګوندونو چی په شروع کی يی د مولانا ملاتړ کاوه بيوفا وختل او د ده د لاريون ملاتړ يی پريښود .
چی دا د نارنجی لُنګی موډ ودويته له کومه راغلی ؟

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

تر دی دمخه د باکستان فوځ د انګریزانو پالیسی تعقیبولی او د انګریزانو لوړپوړی غلامان به یی قدرت کی ساتل ، د کومو دلایلو له مخی فوځ د انګریزانو سره بای کاټ کړی او د لمړی ځل د پاره یی یو پشتون او مجاهد ځلمی ( عمران خان ) سره ولاړ دی ملاتړ یی کوی انګریزانو جبرا خپلو غلامانو ته د ارتار دستور ورکړی دا ځکه چه کودتا نشی کولای فوځ د عمران خان ملاتړی دی.

###

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

عجب حیرانوونکی سرکس پیل سوی دی. د افغان او افغانیت د داعئې مدعی! ( محمود خان) د افغان د وطن او افغان د بچی د ستر دښمن ( فضل الرحمن) سره غاړه په غاړه او د عمران په وړاندی ئې په به بغاوت لاس پوری کړی دی. د فضل الرحمن انګېزه واضح ده یعنی: عمران خان د ځینو خارجی فشارونو له کبله غواړی چی په افغانستان کی د طالب د ویرانوونکو کړنو په وړاندی خنډونه را منځته کړی یا په بله ژبه عمران خان غواړی د طالب فعالیتونه محدود او حتی خنثی کړی خو د طالب فکری استاد ( فضل… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

غلام حضرت خانه ! تاسو نه يوازی افغانستان ته په چپه دوربين کی ګوری پاکستان ته مو هم چپه دوربين نيولی دی . د پاکستان طالبان پوځيانو ټوک ټوک کړل خو د مولانا ډيزل ږغ هم پورته نشو ، دا اتلس کاله د افغانانو د وژلو لپاره امريکايی قطارونه پر پاګستان راتيريږی خو مولانا څه نه وايی ، په زرهاوو افغان طالبان په پاکستان کی بنديان دی خو مولانا يوه اشاره هم نه ورته کوی . اڅکزی او د پاکستان د ټولو ګوندونو مشران مورزاده غلامان او د اسلام دښمنان دی ، عمران خان يوازنی بی پړی مشر دی چی… نور لوستل »