نړۍ

پیښور: یوه ښځینه ډاکټره دوړو ماشومانو دپلورلو په تورونیول شوه

new_born_baby(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۰۴)پیښور: په پیښورکي له یوه شخصي روغتون څخه یوه ښځینه ډاکټره هغه وخت دپولیسو لخوا څخه ونیول شوه کله چي یوه ښځینه پولیسه دیو پیرودونکو په جامو کي ډاکټري ته ورغله اودیوه ماشوم داخیستلو غوښتنه ځیني وکړه.

په سیمه کی دپولیسو یوه لوړ رتبه چارواکي خالد حمداني خبري رسنیو ته ویلي، ښځینه ډاکټره چي فاطمه نومیږي دیوخیریه موسسي (امان خیریه موسسي) په روغتون کي دنده ترسره کوي، نوموړي زیاته فاطمي د ډاکټري سند له کابل څخه ترلاسه کړی دی.

حمداني وایی له ډاکټري څخه مو یو د ۵ میاشتو ماشوم لاس ته راوړي دي، چي دغه ماشوم یی په ۳۶۰۰۰۰ پاکستانیو روپیو باندي پلورلي وو، فاطمي ډاکټري چي دغي روغتون کی یی له ډیره وخته دنده اجراکوله اکثره هغه ماشومان پلورل چي په ناجائزه توګه به دنیا ته راغلي وو،

دپولیسو یوه چارواکي وویل ډاکټرفاطمي له ډیره وخته دغه کاروبارته لاس اچولي وو اوتراوسه پوري یی ډیرماشومان پلورلي وو، نوموړي زیاته کړه چي پاکستان عدالتي قانون لمخي نیول شوی ډاکټره دقانو تر ۳۷۱مادي لاندی راځي، په دی ماده کي هغه خلګ راځي څوک چي دناجائزه جنسی اړیکو لپاره څوک پلوري اویا دهمدغه شان اړیکو لپاره څوک پیرودي.

حمداني زیاته کړه ترلاسه شوی ماشوم مو یوه کورني جورنالیسټ فیاز عزیزته ورکړ، نوموړي زیاته کړه فیاز عزیز زمونږ څخه غوښتنه وکړه چي ماشوم به دخپل بچي په څیرلویه وي او له ځانه سره به یی ساتي،

نوموړي وویل مونږ څیړني پیل کړی دي ترڅو مالومه کړو چي نورڅوک په دغه غیرقانوني کړنه کي لاس لري، حمداني وویل ښځینه ډاکټره فاطمه ډیرپه جرائت سره خبري کوي اوکیداي شي شاته کومه قوي پایه ولري، ځکه یو عام کس نه شي کولای چي دومره په ښکاره اوڅرګنده دي دغه کاروبار باندی لاس پوري کړي.

خوله بله لوري ډاکټره فاطمه وایی ما کوم ظلم اوغیرقانو کارته لاس نه دي اچولي، بلکه دبی وارثه اونامالومو ماشومانو راتلونکي مي ژغورلي دی.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x