افغانستان

کابل: پاکستان سفارت او کونسلګریو کې د ويزې ورکړه بنده کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۸ل): په کابل کې د پاکستان سفارت وايي چې په افغانستان کې يې خپل سفارت او کونسلګرۍ څخه د ويزو ورکولو لړۍ د نامعلومې مودې پورې بنده کړې ده.

په کابل کې د پاکستان سفارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي دي چې د نومبر د مياشتې له څلورمې نيټې څخه به تر امر ثاني پورې په افغانستان کې د پاکستان سفارت او کونسلګريو کې د ويزو د ورکړې لړۍ بنده وي.

په خبر پاڼه کې د سفارت او کونسلګريو د بنديدو په اړه نور وضاحت نه دی ورکړل شوی خو ويل شويدي چې دا ګام د امنيتي دلايلو له امله پورته کړل شوی دی.

د يادونې وړ ده چې په کابل کې د پاکستان سفارت نږدې دوه اوونۍ وړاندې ويلي وو چې دوی به پاکستان ته تلونکو افغانانو ته د ويزې ورکړه محدوده کړي او يواځې ناروغانو او سوداګرو ته به ويزې ورکړي.

بايد وويل شي چې تر دې وړاندې هم پاکستان خپل سفارت او کونسلګرۍ د امنيتي او نورو دلايلو له امله بندکړي وو.

تر اوسه دولتي چارواکو د پاکستان د دې اقدام په اړه څه نه دي ويلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close