افغانستان

وردګ: دولتي ځواکونو د ملکي وګړو اتيا کورونه نړولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۸ل): د ميدان ودرګ ولايت د سيد اباد ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې دولتي ځواکونو د ملکي وګړو اتيا کورونه نړولي دي.

د سيد اباد ولسوالۍ د ملي خيلو کلي اوسېدونکي وايي چې دولتي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې د کابل- کندهار په لويه لاره پرتو ملکي وګړو د اوسېدو اتيا کورونه نړولي دي او ستر مالي زيان يې ور اړولی دی.

د ملي خيلو کلي اوسېدونکي محمد اغا اريانا نيوز ته ويلي دي چې امنيتي ځواکونه د خپل ځان د ساتنې لپاره د ملکي وګړو کورونه نړوي او خپل ځانونه خوندي کوي.

هغه وايي چې هيڅ جرم او ګناه يې نه ده معلومه او په خپلو خواريو او مصارفو جوړ کورونه دولتي ځواکونه ورنړوي.

د نصر الله په نامه يو بل تن وايي چې عسکرو يې د کور دروازه په بمونو والوځوله چې له امله يې د ګاونډي د کورنۍ څلور غړي هم سخت ټپيان شول.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د ګډو ځواکونو له لوري د ملکي وګړو په کورونو چاپې او شپنيز عملیات زيات شوي دي او زيات وخت د ملکي وګړو بشپړ کلي او بازارونه د ګډو ځواکونو له لوري نړول کيږي.
تر دې وړاندې په هلمند، غزني او ځينې نورو ولايتونو کې هم ورته پيښې شوي دي.

تر اوسه د ميدان وردګ ولايت مسؤلينو په دې تړاو څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Mujahid

دا نسل وژنه او د نړیوال نفوس کنترول د پاره د نظم نوین جهانی د پلانو یوه برخه ده په ځانګړی ډول اشغال شوی هیواد کی چه ټولو نړیوالو ورته پریشی چه د ممنوعه وسلو کارولو لابراتوار او د نشه توکو نړیوال مارکیت تری جوړ کړی، افغانستان نه در او نه دروازه لری له طالبانو غیره نه ځآوند لری یواځی طالب مجاهدین دی چه له دی خاوری، او خلکو دفاع کوی او بریالیتوب ته نزدی شوی الله ج دی ورسره مرسته وکړی نصر من الله و فتح القریب

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x