ورزش

د نړیوالو شل اوریزو سیالیو «۱۰۰۰مه» لوبه بنګلدیش وګټله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۸ل): د بنګلدیش کرېکټ لوبډلې د هند پر وړاندې په لومړۍ شل اوریزه سیالۍ کې د مشفیق الرحیم په غوره توپ وهنه د ۵ ویکټو په توپیر بریا خپله کړه.

په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې بنګلدیش د هند پر وړاندې لومړۍ او ددغې فارمیټ ۱۰۰۰مه لوبه کې بریا په خپل نوم کړه.

که څه هم د هند په دهلي ښار کې د ککړې هوا له کبله روغتیایي بیړنی حالت اعلان شوی خو دوی د شل اوریزو سیالۍ بیا هم په ککړه هوا کې ترسره کړه.

په دغه سیالۍ کې لومړی توپ وهنه د هند لوبډلې وکړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې ۱۴۸ منډې جوړې کړې، شیکر دهاوان ددوی لخوا زیاتې ۴۱ منډې جوړونکی لوبغاړی دی.

په ځواب کې د بنګلدیش لوبډلې لخوا مشفیق الرحیم په زړه پورې ۶۱ منډې جوړې کړې، چې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه، دوی دغه سیالۍ په وروستي اور کې وګټله.

دا لومړی وار و چې بنګلدیش هند ته په شل اوریزو سیالیو کې ماتې ورکوي، همدغه راز دا د نړیوالو شل اوریزو سیالیو ۱۰۰۰مه لوبه وه چې بنګلدیش په کې تاریخي بریا خپله کړه.

د شل اوریزو نړیوالې سیالۍ په ۲۰۰۵م کال کې پېل شوې چې لومړۍ لوبه د استرالیا او نیوزیلند ترمنځ ترسره شوه، او لومړۍ بریا یې د استرالیا لوبډلې په برخه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x