افغانستان

د امريکايي پوهنتون مشر: طالبان باید زموږ پروفيسران له شرط پرته خوشې کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۸ل): په کابل د امريکايي پوهنتون مشر ډيويډ سډني له طالبانو غوښتي، چې د دوی نيول شوي پروفيسران له قيد او شرط پرته خوشې کړي.

پروفيسر سډني له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، د امريکايي پوهنتون د استادانو خوشې کول اړين دي، طالبان بايد په دې اړه بشري اصولو ته درناوی وکړي او د دغو دواړو نيول شوو استادانو د خوشې کولو په اړه شرطونه وړاندې نه کړي.

امريکايي پروفيسر کيفن کينګ او استراليايي پروفيسر تيموتي ويکس د ۲۰۱۶ کال په اګست کې د امريکايي پوهنتون له څنګه وتښتول شول او ويل کيږي، چې دواړه پروفيسران طالبانو تښتولي دي.

د امريکايي پوهنتون رئیس د دواړو بندي استادانو د خوشې کولو په اړه له طالبانو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازی زلمی خلیلزاد په تېرو څو ورځو کې دوه ځله کابل ته راغلی او ويل کيږي، چې خلیلزاد هڅه کوي، له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره زمينه برابره کړي او په دې لړ کې د امريکايي پوهنتون د دوو پروفيسرانو په مقابل کې لسګونه طالب بنديان خوشې کړي.

خو  د امريکايي پوهنتون مشر ډيويډ سډني وايي، د دواړو يرغمل شوو پروفيسرانو خلاصون بايد له هېڅ شرط سره نه وي تړل شوي؛ ځکه چې امريکايي پوهنتون د سولې او جګړې په هېڅ لوري کې کار نه لري او دغو دواړو پروفيسرانو يوازې د افغانانو زده کړو لپاره کار و.

پروفيسر سډني وايي، په هېڅ دين کې دا نشته، چې د ښوونې روزنې اړوند مسؤولينو او کسانو ته دې په جګړه کې زيان ورسيږي.

نوموړي د خپلو پروفيسرانو د بې قید او شرطه د خلاصون غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې نږدې هره شپه د ګډو ځواکونو د عملياتو پر مهال د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ښوونځي، ښوونکي، محصلين، جوماتونه او ملا امامان په نښه کيږي، خو د امريکايي پوهنتون سربېره کومې بلې نړيوالې ادارې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

احمقه پدی نا معقوله غوښتنه .
مشرانو ته دی ووايه چی د طالبانو شرط ومنی او افغان بنديان آزاد کړی ، طالبان به هم ستاسو بنديان خوشی کړی .

الحاج استاذ بیانزی

امریکایی پوهنتون ریس ته : که دی په رشتینی د یو پوهنتون استاد او لا ریس وی له دی خبری د مخه به یی د افغانستان د اشغال په اړه لږه مطالعه کړی وی نیول او شکنچی خو پریږده وژل کیږی ، رتل کیږی بی عفته کیږی او کورونه یی په کنډوالو بدلیږی . له جورج بوش څخه دی پوښتنه د سپټمبر د نړیوالی فاجعی پوښتنه وکړی چه دری زره بی ګناه امریکایان یی پکی د افغانستان د اشغال د پاره پکی ووژل که یی په اړه څه لیکم کتاب لیکنی ته اړه ده کتابونه پری لیکل شوی او بی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x