ښوونکي ولې په عملیاتو کې دسپر په توګه کارول کیږي؟

محمد حامد بها

د ورځې مې قومندان صیب ته ډېر وویل چې زما په شمول څو تنه ښوونکي دي او بعضي ډېر سپینږي دي دشپي دعملیاتو په وخت لاره نه وینې، څوتنه محصلان دي یوتن دسویدن دکلینک ملازم دی، یوتن دسرې میاشتي کارکوونکی دی او دا نور پاتې هم ټول غریب څوک دوکاندار، څوک بزګران دي مونږ نور خوشي کړئ .
ټانګ، عسکر، تیاره او مرمی دستاسو سره دي مونږ ولې دسپر په توګه کاروئ؟

ویل یې چې مونږ ته لوړو مقاماتو داسې امر کړی دی.

ورځ تېره شوه یوتن غریب ملګری مو هم شهید شولو.

کله چې دشپې نهه بجې شولې غږ وشولو چې ځانونه تیار کړئ دعملیاتو لپاره؛ نو زما په شمول یې دوه تنه نور کلیوال مې دملکیانو دډلې څخه جدا کړلو، تقریبا شل ټانګونه ولاړ دي غواړي مخ ته حرکت وکړي په دې وخت کې یو کمانډو عسکر مې خواته راغی ویل یې اوس ستاسو د ټانکو نو په سپروؤ، چې هر ځاي په ماین کې والوتۍ نو به مړه شئ.

په دې وخت کې یې عمومي قومندان چې هر ټانګ واله ته وویل چې حرکت وکړه ویل به یې زه مې تانګ نه مخکې کوم؛ ځګه چې دمرګ ختردی؛ نو ر یې امر وکړ چې ملکیان مخکې کړئ ماویل قوماندان صیب ولې انجنیري ټیم نه مخکې کوي او داخو یو دقانون څخه خلاف عمل دی، چې ته یې زمونږ سره سرته رسوې سترګې یې مړې واچولې، مونږ دری کسان یې ترهغه پورې مخته کړي و مګر ځان یې هدف ته راباندې ورسولو.

پداسې حال کې چې شپه ډېره یخه، لوږه او دډېر یخ له لاسه مو وجودونه لړزیدل نو مې ورته وویل زمونږ یخ کیږي یوه کمبله راکړئ وویل یې ګشت وکړئ.

هدف دادی ملګرو، چې په افغانستان کې دښوونکي، محصل، سپینږي او غریب وینه تویږي حقوق ترپښو لاندي دي که چېرې دولت دملت زړونه په لاس رانه وړي؛ نو ډېره لرې نه ده، چې ددې دولت ماڼۍ او چوکۍ به له خاورو سره خاورې شي.

ملګرو زما دغه پیغام هغه تش په نوم مشرانو ته ورسوئ، چې دوی صرف چوکۍ ساتي . حق اواز نشي پورته کولای خولې ګونګې، سترګې یې ړندي دي.

نور مې زه خپله لیکنه دارواښاد ملنګ جان په لاندې بیتونو پای ته رسوم.

مشران چې ګوندیمار شي نو کشران څه ملامت دي؟
سپین ږیري چې نا اهل شي ، هلکان څه ملامت دي؟

د پوهو عالمانو په منـــــــــځو کې چې نــــــــفاق وي
ناپوهه بې ســـــــواده شــــــــودګان څه ملامت دي؟

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د