افغانستان

بغلان کې د ماین چاودنې ۸ تنه وژلي

نن ټکی اسیا(دوشنبه، ۱۳لړم، ۱۳۹۸ل): د بغلان ولایت په ډنډ شهاب الدین نومي سیمه کې د ماین چاودنې ۱۴ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.

د بغلان ولایت یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي، چې پېښه نن ورځ «وشنبه» سهار مهال شاوخوا ۹ بجې د شهاب الدین نومې سیمې په اکاخیل کلي کې وروسته له هغه رامنځته شوه، کله چې یو له سورلیو ډک موټر ماین ته برابر شو.

د راپورونو په اساس، په چاودنه کې ۸ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي، چې ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

بل لور ته د پلخمري ولایت د روغتون مشر «محمد انور» له صبح کابل ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې د پېښې له ځایه ورته د یوه ماشوم او يوې مېرمنې په ګډون د اتو تنو جسدونه وروړل شوې.

د انور په خبره، د ټپيانو وضعیت د ډاډ وړ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
A saeed

دا ده ملي امنيت به نوم ده ملي قاتلينو غير انساني او غير اخلاقي كارونه دي .
دا ظلم او دي ته ورته ظلمونه ده مجهاهيدينو ده بنامولو لباره كوي
دا ده خاص بلان له مخي كيزي
ده ظاليمانو ده نابودي به هيله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x