د سي آی اې وژونکې ډلې او افغان ولس

سید شریف

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې په ډاګه کړې، چې دسي آی اې او کابل حکومت تر امر لاندې د۰۴،۰۳،۰۲،۰۱په نوم ځانګړي ځواکونه، کندهار یرغلیز ځواک او خوست کمپاین بشري حقونه تر پښو لاندې کړي او جنګي جنایتونه تکرار کړي دي. یادشوي سازمان له امریکا او کابل حکومته غوښتې چې یادې شوې او نورې ورته قطعې منحل کړي او دعملیاتو دڅرنګوالي په اړه یې وضاحت ورکړي.

د څار سازمان په ننګرهار، کابل، میدان وردګ، غزني، زابل، کندهار، هلمند ارزګان او پکتیا کې دیادو شوو ځواکونو دعملیاتو د ۳۹ تنو عیني شاهدانو سره مرکې کړې او پر بنسټ یې ثابته شوې چې ددغو ځواکونو په عملیاتو کې زیاتره وخت ولسي اهداف او ملکي وګړي هدف ګرځول شوي دي. د څار سازمان په ځانګړې توګه څوارلس داسي پیښې کره کړې چې جنګي جرمونه بلل کیږي.

په راپو رکې داهم جوته شوې چې ددغو ځواکونو اکثر عملیات د ناسمو معلوماتو، شخصي عقدو او کمزوري مدیریت پر بنسټ ترسره کیږي.

ددې سازمان داسیا د څانګې مشرې پټریشماګاسمن چې همدغه راپور یې برابر کړی، بي بي سي ته ویلي چې د غو ځواکونو بې توپیره ولسي خلک وژلي، پر اسیرانو یې ډزې کړي او دعملیاتو پرمهال یې د سیمې ټول وګړي بې توپیره ځورولي او تهدید کړي دي.

د وحیدالله په نوم هیوادوال چې دکورنۍ ډیری غړي یې دسي آی اې تر قوماندې لاندې ځواکونو عملیاتو کې شهیدان شوي،بي بي سي ته ویلي، چې دغو ځواکونو په هماغه شپه کلي کې وحشت خپور کړی و،د کورونو دروازې یې په بمونو والوزولې، کورونه یې تلاشي کړل او دکلي ټول سړي یې ترسهاره په غره کې برمته کړي وو، دې عملیاتو کې اکثره عسکرافغانان وو،خو بهرنیان هم ورسره وو.

بي بي سي د نوموړي له خولې لاندې بوږنونکې جملې هم رانقل کړې:« افغانان هم ورسره وو خو قومانده امریکایانو ورکوله، یوه افغان ماته وویل چې امريکا راته امر کړی، که تاسو له خپل ځایه بې ځایه شوئ، ټول به ووژنم.”

کابل حکومت د څار ډلې د وروستي راپور په اړه بي بي سي ته ویلي چې د یادوو شوو ځواکونو پر عملیاتو دڅار توان نه لري، خو هڅه کوي چې داسي لارې ورته وسنجوي چې ملکي مرګ ژوبله راکمه کړي!!

روان میلادي کال کې د یرغلګرو او حکومتي ځواکونو په عملیاتو کې دولسي وګړو مرګ ژوبله بې سارې لوړه شوې. په ځانګړې توګه د ۰۱، ۰۲،۰۳،۰۴، قطعو،کندهار یرغلیز ځواک او خوست کمپاین له لوري نه یوازي داچې دجګړې په مهال، بلکې له جګړې پرته هم ملکي وګړي د ښځو او ماشومانو مخ کې په ډله ییزه او انفرادي توګه په ډزو ویشتل شوي،په چړو او برچو وهل شوي او حتی پر ماینونو کښېنول شوي او له ژونده بې برخې کړل شوي دي.

ښار او کلیوالې سیمې

په ښارونو کې چې ولسي هیوادوالو ته په انفجارونو کې کوم زیان رسیږي، حکومت او تحت الحمایه رسنۍ یې تر واقعیتونو څو چنده زیات ښیئ او له ولسي مرګ ژوبلې څخه د خپلو مخالفینو پر ضد سیاسي او تبلیغاتي ګټه پورته کوي، خو په اطرافو کې چې ولس ته څومره مالي او ځاني تاوان رسیږي، په ډیرو کمو مواردو کې رسنیو ته لار مومي او د یو عادي خبر په شکل د لیدونکو او لوستونکو تر مخ تیږي.داچې دڅار سازمان دافغان ولس وژونکې ډلې په ګوته کړې او کړنې یې غندلې دي، ښه پرمختګ دی او باید ادامه ومومي.

دولسي وګړو په نښه کول چې له هر لوري وي، دغندنې وړ عمل دی او بایدمخه یې ونیول شي.افغان ولس هیله من دی چې د څار سازمان په څېر د بشري حقونو نورې ټولنې هم دافغانانو اجرتي قاتلان،د کورونو ورانونکي او شتمنۍ لوټونکي مشخص او د جنګي جرمونو نړیوالي محکمې ته معرفي کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د