افغانستان

حکومت: آی اس آی مو په اسلام اباد کې له سفیر سره ناسم چلند کړی

نن ټکی اسیا(دوشنبه، ۱۳لړم، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستاني استخباراتو په اسلام اباد کې د کابل له سفیر سره ناسم او د ډيپلوماټیکو اصولو خلاف چلند کړی.

له بهرنیو چارو  وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي «د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان پوځي اطلاعاتو سازمان(آی اس آی) له خوا په اسلام آباد کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سفیر احضارولو او د دې سازمان د پوځیانو د ناوړه چلند په تړاو    د خپل کلک اعتراض او اندېښنې مراتب اظهاروي او دا عمل د ډېپلوماتیکو موازینو او عرف خلاف بولي.»

خبرپاڼه وړاندې کاږي «همدغه راز د افغانستان اسلامي جمهوریت په کابل کې د پاکستان اسلامي جمهوریت سفارت د امنیتي اندېښنو د ادعا په تړاو، چې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې یادونه شوې او په کابل کې د نوموړي سفارت د قونسولی برخې د بندیدو سبب شوې، څرګندوي چې دا ادعا د افغانستان دولت له لورې په جدي توګه څیړل کیږي او ډاډ ورکوي چې د افغانستان دولت د هغه هېواد او د نورو سفارتونو ډېپلوماتانو مصئونیت تامینولو ته ژمن او متعهد دی.»

یاده دې وي، چې تېره ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت د شارژدافېر د احضار له خبرونو سره سم، په کابل کې د اسلام اباد سفارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره ادعا وکړه، چې په کابل کې یې ډيپلوماټانو ته خطرونه متوجه دي؛ نو ځکه د خپل سفارت کونسلي برخه تړي او تر یوې نامعلومې مودې افغانانو ته د ویزو ورکړه بندوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x