افغانستان

کابل: هغه کس نیول شوی، چې مېرمن یې د محکمې په مخ کې  ووژله

نن ټکی اسیا(دوشنبه، ۱۳لړم، ۱۳۹۸ل): پولیس وایي، هغه کس یې نیولی، چې خپله مېرمن يې په کابل کې د محکمې مخې ته د چاقو په واسطه ووژله.

د کابل د امنیه قومانداني ویاند «فردوس فرامرز» وایي، نیول شوي کس نن ورځ غرمه مهال د کابل په دویمې ناحیې پورې اړوند سیمه کې د یوې کورنۍ محکمې مخې ته خپله مېرمن په چاقو ووهله او هغې څو ساعتونه وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.

د فرامرز په خبره، پېښه د کورنیو ستونزو له امله رامنځته شوې او تر دې وړاندې هم وژل شوې مېرمن او خاوند یې د شخصي مشکلاتو له امله محکمې ته حاضر شوي وو.

یاده دې وي، چې په کابل کې په دې وروستیو کې جنایې پېښې په بې ساري ډول زیاتې شوې او پولیس يې په مخنیوي کې پاتې راغلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x