افغانستان

کابل حکومت: که مو ددوحې په مذاکراتو کې ونډه درلودای؛ خبرې مو درېدو ته نه پرېښودې

نن ټکی اسیا(دوشنبه، ۱۳لړم، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، که په دوحه کې یې د طالبانو او امریکا په مذاکراتو کې برخه درلودای، خبرې به یې له درېدو ژغورلې وای.

طلوع نیوز د بهرنیو چارو وزارت د ویاند «ګران هیواد» له قوله لیکي، که افغان حکومت د سولې په خبرو کې ګډون درلودای ، توانېدلي به وو له ستونزو او د بهرنیانو تر منځ د نظرونو له بېلوالي سره، سره طالبانو او امریکا مذاکرات روان وساتو او له لغوه کېدو یې وژغورو.»

د طالبانو او امریکا مذاکرت چې کابو نهه میاشتې د قطر په پلازمېنه «دوحه» کې روان وو، په وروستیو شېبو کې داسې مهال د امریکايي ولسمشر له لورې لغوه شوې، چې دواړو لورو د توافق لاسلیک ته شېبې شمارلې.

د ټرمپ له لوري د مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته طالبانو وویل، چې لا هم په شوي توافق کې یادو شوو مادو ته ژمن دي او له سیاسي لارې د افغان شخړې په حل باور لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دجال ( ترمپ ) د ګود شیطان په واسطه کله هم نه غواړی، چه د مسلمانانو وژنه کمه، استثمار او خپلواکی ختمه شی . په قطر کی یی د روغی خبری اتری یی هم د ماتی او تیښتی د پاره د اوړو پوزی کیښودلو به خاطر وو ، خو که وسه یی ورسیږی د ګوډ شیطان په واسطه هغه څه تر لاسه کړی چه په ۱۸ کاله جنګ کی یی نه شو ترلاسه کړی . د ګوډ شیطان له مذاکراتو اصلی هدف د کابل د غلامی اداری سره د طالبانو کینول وو چه له مخی به یی غلامی اداری او… نور لوستل »

ياسر

ستاسو هم د خبرو واك او اختيار لري؟
دا خبري ستاسو تر واك او اختيار لوړی خبري دي تاس خو بيحده منډی ترړی پسي وکړی وليكن بيرته په ټیټو ستانه شوي،
دا خبري د دوو قدرتو تر مینځ خبري دي چه ستاسو بادار ګونډ ووهله او د خبرو له ميز څخه يي پښی سپکی کړی.

اجمل

یاسر ته: کوم دوه قدرتونه؟ ته طالبانو ته هم قدرت وایی؟ هغوی خو تیار حکومت درلود ولی یی تیښته وکړه، ## دا جنګ نیابتی جنګ دی چی منځ کی یی افغانان وژل کیږی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x