افغانستان

طالبان روزګان کې د یوه امریکايي  عسکر د وژل کېدو خبر ورکوي

نن ټکی اسیا(دوشنبه، ۱۳لړم، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، د روزګان ولایت په مرکز «ترینکوټ» کې یې سیمې ته په راغلو ګډو عسکرو باندې برید کړی او یو امریکايي عسکر یې وژلی.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي « د روزګان ولایت دمرکز ترینکوټ اړوند د خانقې په سیمه کې تېره ورځ سهار  په هغه یرغلګرو اودګوډاګۍ ادارې په مزدورو عسکرو  دمجاهدینوله لوري وسلوال بریدونه ترسره شول چې سیمي ته دعملیاتوپه موخه راووتل.»

خبرپاڼه وړاندې لیکي « بریدچې  تر مازدیګر پوري یې دوام  وکړ په مهال یې یوتن  یرغلګر امریکایي عسکر  ددرازکوف په مټ ځای پرځای قتل او  پاتي نور له خپلو ګوډاګیانوسره  دتلفاتوپه لیدلوسره په شاوتمبول شول.»

د طالبانو د اعلامیې له مخې، په برید کې یو طالب هم ټپي شوی.

یاده دې وي، چې تر دې دمه په افغانستان کې مېشتو امریکایي عسکرو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

کال کی یو امریکایی وژنی الله مو خوار کړه هم ولس او هم ځان مو پری تباه کړه دا څنګه جهاد ده؟ چی روز یی نلری بیا نو ورسره سوله وکړه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x