ورزش

افغانستان په تمریناتي سیالۍ کې ویسټ انډيز مات کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ الیون لوبډلې په یوه یو ورځنۍ تمریناتي سیالۍ کې نن د دوشنبې په ورځ د ویسټ انډيز الیون لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دغه تمریناتي سیالۍ داسې مهال ترسره کیږي چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د داړو لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو سیریز پېل کیږي.

په تمریناتي سیالۍ کې ویسټ انډيز لوبډلې په ۳۸.۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۵۶ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا روستن چیس ۴۱ او جیسن هولډر ۳۱ زیاتې منډې جوړې کړې.

د افغانستان لخوا ځوان چټک توپ اچونکی نوین الحق او سوکه توپ اچونکی شرف الدین اشرف ښه وځلیدل، دوی دواړو ۳-۳، خو ګلبدین نائب ۲، یمین احمدزي او کریم جنت ۱-۱ ویکټه واخیسته.

په ځواب کې افغان الیون لوبډلې ټاکلی هدف په ۳۵م اور کې د ۶ لوبغاړو له سوځېدلو وروسته بشپړ کړ، ددوی لخوا یو وار بیا د تېر په څېر حضرت الله ځاځی ناکام ثابت شو.

رحمت شاه، نجیب ځدران او اصغر افغان غوره توپ وهنه وکړه، چې ۴۷، ۴۰ او ۳۳ منډې یې په ترتیب سره جوړې کړې، د ویسټ انډيز لخوا رومیریو شیفرد ۳ افغان لوبغاړي وسوځول.

یاده دې وي چې افغان لوبډله به د نومبر په شپږمه نېټه د ویسټ انډيز پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو سیریز پېل کوي، دغه راز به له دې وروسته د شل اوریزو سیریز او یوازینۍ ټيسټ لوبه ترسره کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close