د لیبرالیزم په اړه شپاړس سوالونه

ليکوال:بندر المحياني
ژباړه او ترتيب: داود وردګ 

لازمه نه ده چې دا ليکنه د لیبرالیزم په هر حالت باندې د تطبيق وړ وي ، د تاکيد لپاره ديارلسم ځواب ولوله#

لومړی سؤال: لیبرالیزم څه شی دی؟
ج: فکري حرکت دی چې پر ازادۍ تاکيد کوي.

دوهم سؤال: آيا ليبراليزم کوم دين يا مذهب دی؟
ج: نه ، کوم دين او مذهب نه دی.

دريم سؤال: له سيکولريزم سره څه اړيکه لري؟
ج: سيکولريزم د لیبرالیزم مور ده.

سيکولريزم يو فکر دی ، او ليبراليزم بيا د هغې مفکورې د تطبيق لپاره رامنځته شوی.
اويا دا هم ويلی شو چې سيکولريزم د دولت پر سياست پورې اړه لري ، او ليبراليزم بيا هر څه ته اهميت ورکوي ، نه يوازي سياست ته.

څلورم سؤال: د لیبرالیزم د پلويانو غوښتنې څه دي؟
ج: ازادي.

پنځم سؤال: په ليبراليزم باندې اساسي نيوکې څه دي؟
ج: اساسي نيوکې په لاندې ډول دي:

1/ مطلقة ازادي چې کله کله په کې د ديني او ټولنيز ارزښتونو د لغو کولو غوښتنه او له پامه غورځول په کی راځي.

2/ عقل ته دومره زيات ارزښت ورکول چې په هر څه باندې د حکم کولو واک ورکوي ، او د حق او باطل تر منځ د توپير يوازينی مرجع بولي.

3/د عباداتو څخه نا راضياتي څرګندول چې دوی يې د ازادۍ په مخ کې خنډ بولي، لکه نصيحت کول ، نيکيو ته بلل او له بديو څخه منع کول ، د حدودو تطبيقول .

شپږم سوال: آيا ليبرالست کس په اسلام نيوکه کوي او که په مسلمانانو باندې نيوکه کوي؟
ج:ځيني يې جرأت کوي او په صراحت سره اسلام تر نيوکې لاندې نيسي ، او ځيني بيا کوښښ کوي چې وښيي چې دی خو په اسلام باندې نيوکه نه کوي بلکې نيوکه يې د مسلمانانو په کړنو ده ، خو د دوی په څرګندونو کې اکثره وخت پر دين باندې نيوکې له ورايه ښکاري .

او ځيني بيا دا فکر کوي چې د دوی نيوکې خو په دين نه دي بلکې د دين په اتباعو باندې دي .

يعني لومړی ډله يې په صراحت باندي خپل نظر څرګندوي ، او دوهمه ډله يې بيا توريه کوي او دريمه ډله يې بيا غوليدلې وي فکر کوي چې نظريه يې د اسلام سره په ټکر کې نه ده.

اووم سؤال: د لیبرالیزم د مفکورې خاوندان د اسلام په اړه څه نظر لري؟
ج: لاندې دوه نظره لري:

1: اسلام د ننۍ نړۍ د مشکلاتو په حل کولو کې عاجز دی.

2: اسلام باندې ټينګښت تشدد او افراطيت دی.
اتم سؤال: د ليبراليزم مهمی اصطلاحات کومې دي چې دوی يې په خپلو خبرو کې هر وخت کاروي؟

1: محاوره يا بحث کول، چې مقصد يې ټول ارزښتونه او ديني ثوابت تر سوال لاندې راوستل دي.

2: ذهني پراختيا ، چې هدف يې د مخالفو نظرونو منل دي که څه هم له دين سره په ټکر کې وي.

3: له مخالف سره اوسيدنه يا ژوند کول ، چې هدف يې د مخالفې نظريې له څښتن سره اوسيدل دي او هر څوک هغه څه وکړي چې زړه يې غواړي او ته د نيوکې او يا ورته د نصيحت کولو حق نه لري.
4: د مخالف منل چې مقصد يې دا دی چې د هر چا نظر ومني که څه هم باطله وي.
5: روڼ اندي يا عقلي روښانتيا چې دا نوم دوي د ځان او د خپلو همنظرو د پاره کاروي.

نهم سؤال: څرنګه دوی کوښښ کوي چې خلکو ته قناعت ورکړي؟

ج: دوی د خلکو د قناعت تر لاسه کولو لپاره له لاندې لارو څخه ګټه پورته کوي:
1:خلکو ته ځانونه د روڼ اندي ( روشن فکره) په حيث ور ښودل.
2: غربي (لويديځ) مدنيت د يو مثالي مدنيت په حيث ښودل.
3: د با تقوی او ديندارو خلکو پر غلطيو باندې ترکيز کول.
4: د ټولنې شاتګ او ستونزې پر دين پورې تړل.
5: هغه ديني دعوتګر چې له دوی سره خواخوږي څرګنده وي ټولنې ته د معتدل او ميانه رو عالم په حيث وړاندې کول.

لسم سؤال: ليبرالستانو د څه شي څخه ګټه پورته کړي؟
ج: له لاندو لارو څخه:

1:له هغه ترورستي کړنو څخه چې تر څو نړيوالو ته وښيي چې دا د مسلمانانو حال دی ، او دې يوې ګمراه ډلې او فرد کړنه نه ده چې هيڅکله هم د اسلام نمايندګۍ نشي کولی. ( لکه په افغانستان کې د جهادي ډلو اشتباهات پر اسلام پورې تړل)

2: ځينې هغه اجتهادي فتاوی چې د معين وخت سره تړلې وي او د وخت له تيريدو سره د قابل د تغيير دي ، لکه د نني ټيکنالوژۍ په اړه ځيني پخوانۍ فتاوی.

3: د ځينو اسلامي مؤسساتو او ډلو اشتباهاتو ته ډوهل وهل او تر خپل حجم څخه زيات ښکاره کول.

4: د ځينو اسلامي خيريې مؤسسو اشتباهات غټول.

يولسم سؤال: د ليبرالستانو او دعوتکرو علماوو تر منځ څه اړيکه شتون لري؟

ج: دوی وکولی شوی چې د ځينو دعوتکرو علماوو له دريځونو څخه استفاده وکړي ( هغه علماء چې تر پرونه سختدريځه وو او نن بيا کوښښ کوي چې ځانونه ميانه رو او معتدل وښيي) چې د مسلمانانو په منځ کې يې مشهور شوي دي ، ځکه چې مسلمانان له عادي ليکوال او يا ناول ليکونکي څخه هره مفکوره او فکر نه قبلوي مګر کله چې ورته د يوه شرعي بحث او يا فتوی په حيث وړاندي شي بيا يې قبلوي.

نو ځکه موږ ويلی شو چې د ځينو دعوتکرو علماوو انحراف ليبرالستانو ته دا زمينه برابره کړي چې تر څو خپل افکار په ټولنه کې د دين په نامه خپاره کړي ، او حتی اکثره دغسې علماوو تر اوسه په ليبراليزم باندې هيڅ نيوکه نه کوي.

دولسم سؤال: ليبرالست کس به څنګه وپيژنم؟

ج: ليبرالست په لاندې مسائلو کې وپيژنه:

1:کله چې پر شرعي حدودو باندې قناعت نه کوي لکه دلاس غوڅول ، د زاني رجم او دورې وهل، او يا د مرتد وژل.
2: کله چې د نصيحت کول او له بدو څخه منع کول ونه مني.
3: ديني زده کړو ته اهميت نه ورکول او په ديني مسايلو کې علماوو ته رجوع نه کول.
4: سلفو ته احترام نه کول او په ديني مسائلو کې د هغوي فهم ته اولویت نه ورکول.
5: د متدينو او مخلصو علماوو احترام نه کول.
6: د شرعي محاکمو او شرعي قاضيانو باندې دائما نيوکه کول.
7: امر بالمعروف او نهي عن المنکر نه خوښول.
8: د اسلامي ټولنې نهضت او مدنيت نه منل.
9: د غربي مدنيت څخه خوښی څرګندول.
10: د معاصرو علماوو په هکله د دوی دريځ او پر هغوی نيوکې او خصوصاً هغه علماء چې د دوی حقيقت ورته معلوم دی .

ديارلسم سؤال: آيا د ټولو ليبرالستانو افکار يو خيل دي؟

ج: ټول په يوه مرتبه کې نه دي ، ځينې يې په ابتدائي حالت کي دي ، او ځيني بيا د ليبراليزم له ټولو افکارو سره موافق نه دي ، او ځيني بيا ورته ميلان لري او له حقيقت څخه يې خبر نه دي.

څوارلسم سؤال: آيا ليبرالستان ټول کفار دي؟
ج: دلته بايد د دوو مسائلو په اړه توپير وکړو.

1: کله چې په يوه ډله حکم کوو.
2: کله چې د دې ډلې په معينو افرادو حکم کوو.

کله چې په ليبراليزم باندې حکم کوو وايو به چې ليبراليزم ډېره خطرناکه مفکوره ده ځکه چې د اسلام له اصولو سره په ټکر کې ده ، مګر کله چې د دې ډلې په يوه معين باندې حکم کوو نو پر ټولو منتسبينو باندې يې بايد يو حکم ونه شي ، حتی که يو کس دا ووايې چی زه ليبرال يم بلکې بايد په تفصيل سره تری پوښتنه وشي، چی مقصد دې له ليبراليزم څخه څه دی؟ بايد پوه شو چې د ليبراليزم څخه د ده مطلب څه دی.
عموما په خلکو باندې حکم کول د علماوو کار دی او موږ بايد د تکفير په اړه عجله ونه کړو ، بلکې خلک د دوی له فکر څخه خبر کړو.

پنځلسم سؤال: ولی د ليبراليزم مفکوره خطرناکه ده؟
ليبراليزم کوم دين نه دی او نه کومه ډله ده چی مشر اويا دفتر ولري بلکې يوه مفکوره ده چې عقلونو ته ورو ورو ورننه کېږي او پيل يې دين په هکله سوالونه وي چې د دغې ګټه څه ده ، د دغی حکمت څه دی؟

فکر وکړه چې ته کوښښ کوي چې يو څوک پر دې قانع کړي چې اسلام د نرمۍ او عظيم دين دی، او بيا پر اسلامي احکامو باندې اعتراض کول او مسلمانان په دې متهم کول چې دوی په شريعت سم نه پوهيږي. او له هغې وروسته د دينی نصوصو ارزيابي کول او تر نقد لاندی نيول او له هغې وروسته له دوو رايو څخه په يوه رأيه قناعت کول ، چی هغه له اسلام څخه وتل او بي دينه پاتي کيدل دي. اويا د دين سره اړيکه تر مسجد پورې ساتل وي او دين د ژوند له نورو اړخونو څخه لري کول لکه څرنګه چې سيکولريزم وايې.

نو ځکه خو کله يو کس د ليبرالست سره ملګري کوي خو احساس نه ورته کيږي او يا ورور ورو د ليبراليزم په لور روان وي خو پوهيږي نه چې زه ورګډيږم او يا د ليبراليزم د مفکورې په ځينو افکاروباندې په ناپوهۍ کې وغوليږي.

شپاړلسم سؤال: د يوه ليبرالست سره څنګه بحث وکړم؟
بحث په اصولو کې ورسره وکړه نه په تفاصيلو کې.

د ليبرالست سره د ښځو اړوند خبرې مکوه لکه حجاب او يا ديته اړوند موضوعات بلکې د اسلام په اړه او د هغو احاديثو په اړه بحث وکړه چې دې ده د عقل سره ټکر کې دي.

مثلا :کله يې چې په ټولنه کې د ځينې ديني مدرسو کې د ځينو کړنو په هکله نيوکه کوله.
ورته ووايه :

فردي اشتباهات به پريږدو دا راته ووايه چې په ټولنه کې د مدرسو رول د ديني تعليم په هکله څه نظر لري؟

که چېرې دا ومنو چې ځينې ځيني مدرسو کې اشتباهات تر سره کېږي آيا ديني زده کړې د ټولنې د پرمختګ مخه نيسي که نه؟ په دې معنی چې د خلکو د کړنو په هکله بحث مه ورسره کوه بلکې د هغه څه په اړه خبرې ورسره وکړه چې د نبي صلی الله عليه وسلم او د اصحابو څخه موږ ته رارسيدلي.

چې آيا مني يې که يې نه مني؟

که چېرته يې وويل چې نه يې منم .

نو دا خطرناکه خبره ده.

او که چېرته يې وويل : چې هو دا خبره سمه دهچې ديني زده کړې اړينې دي.

نو ورته ووايه : چې ايا دا حل کيدای شي چې د ځينو غلطيو لپاره ټولې مدرسې وتړو او خلک له ديني زده کړو محروم کړو.

که چېرې يې عناد وکړو نو مکابر او معاند دی او که چیرته يې د نبي صلی الله عليه وسلم او اصحابو ته رجوع وکړه نو پوه شه چې سړی ورور د اعتدال او حق منلو په لوري را روان دی.

أسأل الله أن يحمي دينه وينصر كتابه وسنة نبيه وأن يعزّ بلاد المسلمين بالإسلام والسلام

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د