ترخاورو لاندې؛ طالب الهام

طالب الهام

داسې خلک شته ادې تر خاورو لاندې
سهار پاڅي او دشپې تر خاورو لاندې

دچاپې له ډاره تل دخپل اشعارو
پټوومه کتابچې تر خاورو لاندې

جو ړوي چې هدیرې ترخاورولاندې
ماشومان کړي سیپارې ترخاورو لاندې

آخر هم مسافرۍ کې درنه مړ شوم
یوچا خښ کړمه ادې تر خاورو لاندې

دي مو کلې کې مرموزې بلاګانې
خښوي خپلې پیسې تر خاورو لاندې

دې هنر ته خدای څه ډېر عمر ورکړی
ټپې نه مري اومصرعې تر خاورو لاندې

ځینې نوې شاعران وروڼه وي داسې
شعر لیکي کړي قافیې ترخاورو لاندې

داوبو سړې چینې تر خاورو لاندې
بهېدلي دي ویالې تر خاورو لاندې

اوس زه مړیم که ژوندی طالب الهامه
اورېدلای شم نغمې تر خاورو لاندې

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د