غزل؛اکرام الدين مفتون

اکرام الدين مفتون

ډیوه کـه د اخلاص لــرې بې ډاره به راځې
د شپې هیبتي غـېږ نه تر سهـاره به راځې

یوه دانه قسمت که دې هم وي د ژوند بازار کې
تر داره به دې یوسي خـو لـه داره به راځې

داچم د داسې ښکلو دی چی دلته غرور مات دی
په پاک نیت به راځې او په کراره به راځې

زه داسې عاجزي لـرم زما په سر سرمسته
که زر واره منکر شې بې اختیاره به راځې

مدام که په ګلونو کې ژوندون د سکون غواړې
د ژوند په دی اغـزنه سـتړې لاره به راځې

ملنګ د زمانې دى هیڅ تحفه ورسره نشته
مفتون ته چې راځې د خداى د پاره به راځې

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د