مولانا فضل الرحمن: د عمران خان حکومت باید ړنګ شي، بله لاره يې نشته

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لړم، ۱۳۹۸ل): پاکستان کې د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ويلي، د لومړي وزير عمران خان په مشرۍ حکومت ناروا دی او د دې ناجائز حکومت په شتون کې د هېواد وضعيت ورځ تر بلې خرابيږي او بايد دا حکومت ړنګ شي.

مولانا په اسلام اباد کې د خپلو لکونو پلويانو احتجاجي ناستې ته وويل، چې د اپوزيسيون نور ګوندونه هم د دوی ملاتړ کوي او دوی ته يې ډاډ ورکړی، چې د حکومت پر ضد روان تحريک کې به يې يوازې نه پرېږدي.

د جمعيت علمای اسلام مشر د اپوزيسيون ګوندونو له مشرانو سره له ځانګړې ناستې وروسته خوشبينه ښودلې، چې ټول ګوندونه د دوی تر شا ولاړ دي او دوی د خپلو موخو رسېدو ته نږدې شوي دي.

مولانا فضل الرحمن وويل، چې عمران خان هم په ۲۰۱۴ کال کې د نواز شريف حکومت پر ضد احتجاجي ناستې کړې وې، خو توپير يې دا دی، چې هغه مهال يوازې د عمران خان په مشرۍ انصاف غورځنګ احتجاجي ناسته کړې وه او نور ټول سياسي ګوندونه د نواز شريف له حکومت سره ولاړ و او اوس د جمعيت علمای اسلام په مشرۍ احتجاجي ناسته کې ټول ستر سياسي ګوندونه له دوی سره ولاړ دي او حکومت له خپلو متحدينو سره يوازې پاتې دی.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې له تېرو شپږو ورځو راهيسې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د اپوزيسيون ګوندونو د حکومت پر ضد احتجاجي ناسته پيل کړې او ټينګار کوي، چې د عمران حکومت تر ړنګېدو به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.

حکومت هڅه کوي، چې له مولانا فضل الرحمن او ټولو اپوزيسيون ګوندونو سره روانه ستونزه د خبرو له لارې حل کړي او د دفاع وزير پرويز خټک په مشرۍ يې له اپوزيسيون ګوندنو سره د خبرو لپاره پلاوی هم ټاکلی دی.

د حکومت استازو تېره ورځ هم له مولانا فضل الرحمن سره ليدلي دي، خو مولانا ټينګار کوي، چې د دوی بنسټيزه غوښتنه د لومړي وزير استعفا ده او تر دې په لږ څه نه راضي کيږي.

مولانا وايي، لږ تر لږه بايد لومړی وزير استعفا وکړي او زياته غوښتنه يې دا ده، چې ټول حکومت ړنګ شي او له سره نوې ټاکنې وشي.

د سياسي چارو کارپوهان وايي، د پاکستان په سياست کې راتلونکې څو ورځې مهمې دي او خلک د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د لکونو خلکو احتجاجي ناستې ته په تمه دي، چې پایله به يې څه وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

#########

اجمل
میلمه
اجمل

د انګریز لاسپوڅو ړنګ منګ نشته جیب یی چی در ډک کړ نوره خبره خلاصه ده. آخری ورځ د خبرداری دی هم ختمه شوه #.