افغانستان

اشرف غني د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره په افغان سوله غږېدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لړم، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» تېره ورځ د تلیفوني تماس له لارې د چین هیواد د بهرنیو  چارو له وزیر «وانګ وایي» سره په افغان سوله غږېدلی.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي «په دغه ټلیفوني مکالمه کې دواړو لوریو د جمهوري ریاست ټاکنو د بریالي ترسره کېدو، د افغانستان د سولې پروسې او د دولت په دولت همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.»

خبرپاڼه وړاندې زیاتوي «ښاغلي وانګ یي د ولسمشریزو ټاکنو د بریالي ترسره کېدو د مبارکۍ ترڅنګ هغه یوه مهمه پروسه وبلله او جمهوررئیس ته یې په چین کې د سولې د جوړېدونکې ناستې په اړه معلومات ورکړل.»

د خبرپاڼې په بنسټ، په یادو خبرو کې «وانګ وايي» ټینګار کړی، چې سوله باید د افغان حکومت په محوریت ترسره شي.

اشرف غني داسې مهال د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره غږېږي، چې تمه ده په نږدې راتلونکې کې د طالبانو او کابل حکومت په ګډون د افغان جهتونو تر منځ په چین هیواد کې بین الافغاني ناسته وشي.

طالبانو تر دې وړاندې ویلي وو، چې چین هیواد ورته رسمي  بلنه ورکړې او په ترسره کېدونکې ناسته کې رابلل شوي خلګ به د هيڅ لوري استازیتوب نه کوي.

 

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

کچیری طالبان پدی خاطری چی حکومتی استازی هم پدی خبرو کی برخه لری اشتراک ونکړی نو ممکن طالبان ورو ورو د تجرید خواته ولاړ شی. ځکه چی په هر مملکت کی چی داسی غونډی کیږی بیا به د کابل حکومت ورسره خبری کوی او هغوی ته به قناعت ورکوی نو پدی معنی چی طالبان به په آینده له ټولو غونډی لری وساتل شی. او کچیری امریکی پری دا د قطر ډوډی هم بنده کړه بیا نو معلومداره خبره ده چی طالب به په سیاسی ډګر کی بالکل ختم شی. د همدی امریکی له برکته نده چی طالب کله ها خوا… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

حا=سوس غنی د سولی او مظلوم اولس دشمن دی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close