افغانستان

خوست: بمي چاودنه کې ۷ کمانډويانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا(سه شنبه، ۱۴ لړم، ۱۳۹۸ل): نن سهار په خوست ښار کې د کمانډو عسکرو په موټر چاودنه کې ۷ کمانډو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د خوست ولايت مرکز اړوند خوست ښار کې د کمانډو عسکرو په رينجر چاودنه شوې چې په نتيجه کې يې ۴ کمانډو عسکر ووژل شول او ۳ نور ټپيان شول.

مجاهد وايي چې په چاودنه کې يو رينجر موټر هم له منځه تللی دی.

تر اوسه د خوست ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

بل لور ته طالب وياند وايي چې د کندز ولايت مرکز اړوند مسکين اباد سيمه کې يې د فريد قرقره په نامه دولتي قومندان له خپلو درې ساتونکو سره وژلی دی او درې ميله وسله يې ورڅخه ترلاسه کړې ده.

د يادونې وړ ده چې په دې ورستيو کې په دولتي ځواکونو د طالبانو بريدونه زيات شوي دي، چې په نتيجه کې يې د دولتي ځواکونو په مرګ ژوبله کې هم زياتوالی راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابونظام خوستی

الحمد لله
د خوست منافقین لا امریکایانو ډیر ضروری دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x