افغانستان

خلیلزاد: امريکا اوس هم د افغانستان بحران سياسي حل غواړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ويلي، امريکا اوس هم د افغانستان بحران سياسي حل ته ژمنه ده او د دې موخې لپاره له طالبانو سره خبرې کوي.

خلیلزاد دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې نږدې دوه مياشتې وړاندې د سپتمبر مياشتې په ۸مه د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره نهايي شوې خبرې لغوه کړې او بهانه يې دا وکړه، چې طالبانو په کابل ښار کې يو امريکايي عسکر وژلی دی.

د ټرمپ له څرګندونو وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او دفاع وزير مارک ايسپر ويلي و، چې امريکا لا هم له طالبانو سره د سولې خبرو ته هيله لري او زلمي خلیلزاد هم په دې اړه يو ځل خپلې هلې ځلې پيل کړي دي.

زلمي خلیلزاد د افغانستان بحران سوله ييز حل په موخه يو ځل بيا خپل سفرونه پيل کړي، نږدې دوه اونۍ وړاندې يې د بلجيم پلازمېنې بروکسل کې د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ او د اروپايي ټولنې له نورو چارواکو سره د افغانستان سولې په اړه خبرې کړې وې او ورپسې يې د افغانستان بحران د سياسي حل په موخه د روسيې په څلور اړخيزه ناسته کې ګډون وکړ.

خلیلزاد په مسکو کې له خپلو روسي او چينايي سيالانو سره ليدلي وو او د سولې درېدلې خبرو د بيا پيليدو په لارو چارو يې ورسره بحث کړی و.

روسيه، چين، پاکستان او د سيمې نور هېوادونه غواړي، چې د امريکا او طالبانو درېدلې خبرې بايد بېرته پيل شي.

د چارو کارپوهان وايي، زلمی خلیلزاد هڅه کوي، د سولې خبرو د بيا پيلولو لپاره زمينه برابره کړي او د طالبانو يو شمېر بنديان له زندانه خوشې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

تر ټولو لوی شیطان ابلیس وو چه د انسانی ژوند په شروع کی یی بروز او ظهور وکړو یعنی د الله ج په امر یی ادم ع ته سجده ونه کړه چه د خلافت سپیڅلی مقام وړتیا ورکړی شوی وه او شیطان نه لرله د ادم ع سره یی په همدی کرکه زیاته شوه. په انسانانو کی تر ټولو لوی شیطان (دجال ) اخره کی راځی کوچنی دجالان خو وخت په وخت راخی او د الهی نظام مخنیوی کوی . هغه دجال او دجالی سیستم د امریکا دی ، تر دی دمخه اروپایی استعماری قدرتو ورته د انسانی شیاطینو (… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x