افغانستان

ننګرهار کې نامعلومو وسلوالو څلور تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لړم، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولایت په مرکز «جلال اباد» ښار کې د نامعلومو وسلوالو په ډزو کې څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار ولایت د پولیسو ویاند «مبارز اتل» وایي، پېښه تېره شپه «دوشنبه» د جلال اباد ښار په دوهمه ناحیه کې رامنځته شوې، چې په پایله کې یې دوه تنه ولسي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د مبارز په خبره، پېښه د «شخصي» دښمنۍ له امله رامنځته شوې او برید کوونکي د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي.

ننګرهار د افغانستان له ختیځو نا امنو ولایتونو څخه شمېرل کېږي، چې په دې وروستیو کې پکې د ناقرارۍ لمن تر مرکزه رارسېدلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x