ستر غازي احمدشاه بابا

عبدالمنان حسان ضعیف

د احمدشاه بابا تاریخ دومره څرګند دی چی د نړی هیڅ یو متعصب یې هم بد او غلط نشی تعبیرولای.

د هغه دښمن د هغه پر نیک خویونو او ښه اوصافو شاهدی ورکوی.

دهغه له غیرت، دهغه له ځیرکتیا او د جګړیې تکتیکونو څخه انکار نسی کولای.

په پنځوس زره (۵۰۰۰۰) پوځ دری لکه (۳۰۰۰۰۰) فوځ چی د وخت په عصری او پر مخ تللیو وسلو سمبال وی ته شکست او ماته ورکول د یو عادی سالار کار نه دی.

لنډه پیژندنه:

د ننی افغانستان مؤسس، د وخت ستر امپراطور، د میړانی، غیرت، ذهانت، او شجاعت سمبول، د زړونو رهبر ستر احمدشاه بابا د دولت خان لمسی دی چی په کال ۱۷۲۲م کښی یې د زمان خان په کور کښی نړی ته سترګی و رغړولې.

احمدشاه بابا په قوم سدوزی دی چي پوپلزیو ته منسوبیږی.

له اوه ۷ پښته خانزاده دی او د مشری او رهبری خویونه ورته په میراث کی له نیکونو څخه ورپاته دی.

واکمنی ته رسیدل:

په کال ۱۷۴۱م کی د نادر افشار د ګارډ مشر وټاکل شو
په کال ۱۷۴۷م کښی چی کله نادر افشار قتل شو نو ځینو افسرانو هڅه وکړه چی د هغه کو نی ته زیان ورسوی خو احمدشاه یې په وړاندی ودرید او کلکه دفاع یې وکړه چي وروسته په ډالی کښی د نادر افشار ښځي ورته د کوه نور غمی ورکړ.

تر هغه وروسته کندهار ته ولاړ او هلته په همدغه کال ۱۷۴۷م د شیرسرخ بابا په زیارت کښي د یوی لوی جرګی په ترڅ کښي د پښتنو باچا وټاکل شو.

په دی جرګه کښی نورمحمد خان عليزي مشهور په میر افغان د نادر افشار نظامی قومندان او د شیرسرخ د جرګی ګډون کونکی او پاچاهی ته نوماند، محبت خان د پوپلزو د قبیلی مشر هغه خلک وه چی غت شمیر نفوس یې درلود.

دلته یو بل څوک حاجی جمال خان بارکزی هم ؤ چی د باچاهی ادعا یې درلوده خو جرګه ځکه له ادعا څخه منصرف کړ چی فیصله یې کړې وه چی باچا باید د پوپلزو د قبیلی د سدوزو د پښی څخه وی.

د جرګی د فیصلی پر اساس احمدشاه بابا د افغانستان باچا او حاجی جمال خان یې وزیر وټاکل شو.

د شاهرخ واکمنی ته رسول:

څنګه چی په کال ۱۷۴۷ م کښی نادر افشار ووژل شو او احمدشاه بابا یې کورنی له لوتمارانو څخه وساتله.
په ایران کی یې ځینو افسرانو ځینی مخکی په خپله ولکه کی راوستی او په کابل کښی يې د هغه یو ورور علی قلی خان باچا کړ او دغه بل ورور محمد ابراهیم خان یې ړوند کړ خو وروسته دوی دواړه د ځینو نورو زوروتکو له لوری ووژل شول.

خو کله چی احمدشاه بابا امپراطور شو نو په ایران کښی یې د نادر افشار وراره شاهرخ باچا وټاکه.

احمدشاهی دولت:

کله چی احمدشاه بابا قدرت په لاس کښی وخیست هڅه یې وکړه چی د وخت څخه په استفاده خپله واکمی نوره هم پراخه کړی.

ده په لویدیځ کی خراسان، په ختیځ کی ګورګانی هند او په شمال کی د ازبکو جنیدی دولت په هغه قبیلو کی ځای کړل چی ده ورته ټاکی وه او دنده یې د افغانی امپراطوری د ټینګښت او پايښت لپاره خدمت ؤ.

دده د سفرونو لښکر کشی چی د فتحو تر دیاره پر وړاندی ولاړل به لږ داسی خلاصه کړو.

اول:

کله چی په ۱۷۴۷ م کښی ده ته قدرت وسپارل شو، نو تر مقدماتی کارو وروسته یې په ۱۷۴۸م کښی له کندهاره حرکت وکړ او په مخه یې غزنی، کابل او پیښور د اباسین سیند تر غاړی په خپلو حدودو کښی شامل کړل.
د ګورګانی هند امپراطور محمد شاه رنګیلا د یو لک لښکر سره ورته راووت او خبره تر درنی جګړی ونه رسیدهاو احمدشاه بابا تر ټاکلو فتوحاتو وروسته بیرته کندهار ته ولاړ.

دوهم:

په کال ۱۷۴۹م کښی هرت ته ولاړ او هلته یې یو لک لښکر د اشرف الوزراء په قومندانی شمال ته ولیږه چی هغه بیغیر له جنګه ټول قومونه دولت ته تابع کړل او خپله احمدشاه بابا د یو بل لښکر په مشری مشهد ته ولاړ، هلته یې ټول باغیان و ټکول او شاهرخ یې هلته باچا او نورمحمد خان میر افغانی یې ورده سپه سالار مقرر کړ.

دریم:

په ۱۷۵۹م کښی په خراسان کښی بغاوتونه پیل شول.
احمدشاه نيشاپور ته ورغی او هلته یې باغی میر عام خان خزیمه مات کړ او شاهرخ یې بیا باچا کړ.
په دی وخت کښی د امپ اطوری پراختیا د آمو څخه تر بحیرة العرب او د سند څخه د ایران تر دښتو ورسیده.

څلورم:

په کال ۵۱- ۱۷۵۲ م کښی کله چی د پنجاب صوبه دار میر منو مالیه نه رالیږله احمدشاه بابا ورپسي ورغی او هغه یې مات کړ او کشمیر یې هم ونیوی او په لاهور کښی یې د دوه میلیونو روپو مالیه تحصیل کړه، او پنجاب او ملتان یې هم د افغانستان جزء کړل.

په دغه توګه کشمیر، ملتان، پنجاب او سیند هم د احمدشاهی امپراطوري په چوکاټ کښی داخل شول.

پنځم:

په کال ۱۷۵۳م کښی میر منو مړ شو او پ ځای يط د هغه نابالغ زوی محمد امین صوبه دار کړ خو مور یې مغلانی بیګم د هغه په نیابت کار کاوه.

احمدشاه بابا دغه مقرری تائید کړی وه خو په دی لړ کښی یو څه نوی تحولات را منځته شوه.

د ډهلی امپراتور احمدشاه د محمد شاه رنګیلا د زوی صدراعظم عمادالملک غازی الدین احمدشاه کورګانی خلع او پر ځای یې دوهم عالمګیر باچا کړ او.وروسته یې هغه هم مړ کړ.

او همدارنګه په کشمیر کی مستوفی سکجون د کشمیر والی مړ او هغه یې دهلی ته تسلیم کړ. په همدې توګه ادینه بیګ پنجاب ونیوی په هند پوری یې ملحق کړ.

دغی اوضاع احمدشاه سخت ودرداوه او د یوه قوی لښکر سره پنجاب ته ولاړ.

لومړی یې سکجون هنو ونیوی او کشمیر یې بیرته راوګرځاوه. په دی سره دوهم عالمګیر د افغان نجیب الدولة په قوندانی یو لښکر د احمدشاه سره جنګ ته راواستوه خو هغه بی له جنګه تسلیم شو او احمدشاه بابا فاتح دهلی ته ورغی.

هلته یې افغانی مشران پر چارو وګومارل او مالیې یې راټولی کړې. عالمګیر خپله وریره د احمدشاه بابا زوی تیمور ته ورکړه او احمدشاه بیرته فاتح کندهار ته راستون شو.

شپږم:

په کال ۱۷۵۸م د افغانی حکمرانانو په فشار سکهان راټول او غازی عماد الدین جسان راجپوتان پر دهلی راوستل، سردار جان خان او د احمدشاه بابا زوی تیمور شه چی هلته په دنده ګمارل شوی وه تر خطر لاندی راغلل.
او خپله په داخل کی احمدشاه ته یو لړ مشکلات ورپیښ شول چی یو له هغو څخه د نصیر خان بلوڅ بغاوت ؤ.

احمدشاه وزیر شاولی خان بلوحو تر ورولیږه او بیا خپله ورخغی او هغه یې په نظامی او سیاسی صطع قانع او تابع کړ او د هندوستان ستونزی یې آینده ته پریښودی.

اووم:

په کال ۶۰-۱۷۶۱م کښی احمدشاه بابا د هندوستان پر لور روان شو، په لاره کی یې ډېر یاغی قوتونه وټکول، چی باراخره د مرهټیانو د دری لکه (۳۰۰۰۰۰) پوځ سره مخامخ شو.

د احمدشاه بابا ټوټال شپیته زره(۶۰۰۰۰) عسکر وه.
په ډېر نظم او مهارت سره یې جګړه وکړه او سوبه یې خپله کړه.

د هند پاچاهي یې علی ګوهر ته وسپارله او خپله بیرته فاتح کندهار ته راستون شو.

اتم:

په کال ۶۲-۱۷۶۳م کښی په پنجاب کښی سیکهان باغیان شول خو احمدشاه بابا هغوی وټکول او له پټیالی تر هنده یې حکومت یو سکهـ امیر سنګهـ ته وسپاره.

نهم:

په کال ۱۷۶۹ کښي یو ځال بیا د خراسان اوضاع خرابه شوه خو احمدشاه بابا سره له دی چی ناروغ ؤ، حالات کنټرول او یوځل بیا یې ړوند شاهرخ هلته مقرر کړ.

داشوه د احمدشه بابا د سفرونو خلاصه

د هندوستان فتحه:

په کال ۱۷۵۱م کښی یې پنجاب، سنده، او کشمیر په خپله ولکه کښی راوستل او په کال ۱۷۵۶ یې د هندوستان دهلی ښار هم ونیوی.

مشهوره د پانی پت جګړه:

په کال ۱۷۶۰م کښی د پانی پت ستره غزا وکړه چي د افغانانو د تاریخ په وینا د احمدشاه بابا د پوځ شمیر پنځوس زره (۵۰۰۰۰) او د مرهټیانو د پوځ شمیر لس (۱۰۰۰۰۰۰)لکه ؤ او د ځینو نورو تاریخونو په وینا د افغانانو شمیر شپیته زره(۶۰۰۰۰) او د مرهټیانو شمیر دری لکه(۳۰۰۰۰۰) ؤ خو په هر صورت جګړه وشوه چي په نتیجه کښی یې سوبه د احمدشاه بابا په برخه شوه.
په دی جګړه کښی دوه لکه(۲۰۰۰۰۰) مرهټیان مړه او دوویشت زره (۲۲۰۰۰)یې بندیان شول.

په کال ۱۷۶۳م کښی یې د عثمانی خلافت خلیفة المسلمين سلطان مصطفی ته د هند د فتح لیک ولیږی.

وفات:

په ۱۷۷۲ م کښی احمدشاه بابا د شپږویشت (۲۶) کاله باچاهی ورسته د یو پنځوس (۵۱) کلنی په عمر د کندهار په ارغستان کښی له فانی نړی څخه سترګی پټی کړی.

انالله وانا الیه راجعون
روح یې ښاد

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
میرویس منصور
میلمه
میرویس منصور

واکمنی ته رسیدل دوهمه کرښه کی مو غلطی اصلاح ک ړی

زمری سیلاب عزیزي
میلمه
زمری سیلاب عزیزي

ډیر په رړه بورې معلومات الله ج دې اجر درکړي.