افغانستان

بغلان: د ملکي وګړو په موټر چاودنې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان په شمالي ولايت بغلان کې د ملکي وګړو د سپرليو په موټر د ماين چاودنه شوې ده چې په نتيجه کې يې ۱۴ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بغلان د امنيه قومندانۍ وياند احمد جاويد بشارت وايي چې د ډنډ شهاب الدين په سيمه کې د سپرليو په موټر د سرک د غاړې ماين چاودنه شوې چې له امله يې ۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.

بشارت وايي چې په وژل شويو او ټپيانو کې کوچني ماشومان هم شامل دي.

تر اوسه ددې چاودنې څرنګوالی نه دی معلوم چې پخوانی او که تازه ځای په ځای شوی ماين و.

که څه هم د بغلان امنيه قومندانۍ وياند ددې چاودنې پړه په طالبانو اچولې ده خو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x