شعـــــرونه

دیدنونه لپه لپه/ شفاعت ریحان

شفاعت ریحان

پر زړۀ لکه اوبۀ شيندم يادونه لپه لپه
او څښم پسې ياغي باغي دردونه لپه لپه

پرتې راته د چا د بېلتانۀ د اور سکروټې
اېږدمه پرې نيمګړي ارمانونه لپه لپه

له تا سره مې مينه ده، ځار دا خبره وکړه!
پيکي کې به دي ځوړند کړم ګلونه لپه لپه

په چا باندې مې پور دی، مازيګر ته به ورځمه
ترې اخلمه د سترګو ديدنونه لپه لپه

توبه له دې غروره، زۀ چې ستا تر دره درشم
راټول کړمه له خاورو نه مات زړونه لپه لپه

له شونډو دي څڅېږي او له سترګو دي را اوري
لاسو کې درنه نيسم ثوابونه لپه لپه

ناکام شوم د جانان په محبت کې شفاعته!
و سيند ته مې غوټه کړله خوبونه لپه لپه

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close