افغانستان

ورځپاڼه: افغان سیاستوال په متحده عرب اماراتو کې د میلیونونو ډالرو ملکیتونه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لړم، ۱۳۹۸ل): له امریکا څخه خپرېدونکې «ډیلي بیسټ» ورځپاڼې د یو شمېر مشهورو او مطرح افغان سیاستوالو د ملکیتونو په تړاو مالومات راټول کړي او په همدې اړه یې یو تحقیقي راپور خپور کړی.

د ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې راغلي، چې ادیب فهیم او تره یې حصین فهیم، محمود کرزی، فاروق وردګ، احمدضیاء مسعود او احمد ولي مسعود د هغو افغان سیاستوالو له ډلې دي، چې د ورځپاڼې په باور، په دوبۍ کې د میلیونونو ډالرو په ارزښت اپارتمانونه،  پرتمین کورونه او ملکیتونه  لري.

د راپور له مخې، که څه هم له هیواده د باندې د ملکیتونو درلودل جرم او ناقونانه کار نه دی؛ خو په دوبۍ کې زیاتره هغو افغان سیاستوالو ملکیتونه پېرلي، چې په تړاو یې د فساد ادعاوې شوې.

په راپور کې راغلي، چې تازه د دولت وزیر «فاروق وردګ» او مېرمن  یې د دوبۍ په جمیریه نومي سیمه کې ملکیتونه پېرلي.

د راپور په اساس، صالح محمد لالاګل او فداء محمد الفت د ولسي جرګې غړي دي او تېر پسرلی یې په متحده عرب اماراتو کې اپارتمان اخستی.

د ورځپاڼې له ادرسه یادو ټولو کسانو ته په پښتو، دري او انګلیسي ژبو ایمیلونه لېږل شوي او په دې برخه کې یې ددوی نظر غوښتی؛ خو له محمود کرزي پرته بل چا د ورځپاڼې د ایمیل جواب نه دی ورکړی.

محمود کرزي په دوبۍ کې د خپلو ملکیتونو په شتون اعتراف کړی؛ خو د فساد تورونه یې رد کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
,mujahid

غلو، مجرمینو، ظالمانو، او وحشی مفسدینو ته د سیاسیونو نوم اخستل لږی تر هغی ډیره لږیه ګناه ده چه هغه مجرمین مرتکب شوی . سیاست د ټولنی مثبت بدلون یا انقلاب ته وایی مثبت بدلون له الهی نظام غیره نور نظامونه او حکومتونه سیاست نه فتنه ده هغوی دهیواد دننه خلک قانونی او له هیواده بهر د زور، زر او ترویر په واسطه استثمار او غلاموی د هغوی هره کړنه کی غلا، دورغ او درغلی وی هغوی سیاست نه فتنه ده . په ځانګړی ډول اشغال شوو هیوادو کی خو دغه چه تاسی ورته سیاسیون وایاست تر فاحشو ډیر څه… نور لوستل »

سیدزرغون شاه آغا

افغان سیاستوال ټوله غله دی. کرزی او وړونه، پخوانی مجاهلین، او د غرب څخه ورغلی.

غمی.پښتین

جوړ تازه،
دا جنګ همدا ملکیتونه ،جایدادونو پیسو،قدرت، لپاره څلویښت کاله کیږی چه روان دی،
اسلام ،وطن،جهاد، په نوم جنګسلاران خلک غولوی،
کنه جنګ د همدا پیسو.او خیټی ،لپاره روان دی،
حتی په پیسو باندی ځانمرګی خرڅیدل هم شروع شوی دی.
خو بهرنی دنیا کټ کټ کټ دخندا شنه ده د بی مفهومه او پیسو جایدادونو جګړه ته

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x