ورزش

افغانستان د ویسټ انډيز پر وړاندې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې سبا مخ کیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ لوبډله به سبا په ۶م نومبر د چهارشنبې په ورځ د ویسټ انډيز کرېکټ لوبډلې پر وړاندې په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې مخامخ کیږي.

دا سیالۍ داسې مهال پېل کیږي چې تېره ورځ افغان لوبډلې د ویسټ انډيز پر وړاندې په تمریناتي سیالۍ کې د ۶ ویکټو په توپیر بریا خپله کړه.

د ویسټ انډيز او افغانستان لوبډلو ترمنځ تر دې دمه ۶ نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوي چې افغانستان وړاندې لري، دوی په دریو سیالیو کې بریا خپله کړې، ۲ ویسټ انډيز ګټلي او یوه مساوي پای ته رسیدلې ده.

د افغانستان ملي لوبډلې مشر راشد خان ویلي چې د ویسټ انډيز پر وړاندې لوبو لپاره یې بشپړ چمتو والی نیولی دی او هیله لري چې د ویسټ څخه د لوبو لړۍ وګټي.

راشد خان زیاتوي چې «ځوان لوبغاړو په تمریناتي سیالۍ کې خپله وړتیا وښودله، او ددوی ځلیدل به زمونږ څخه فشار کم کړي، دوی ته به په لوبډله کې ځای ورکول کیږي».

لکه څرنګه چې په تېرو دوه اوونیو کې د هند په بېلا بېلو ښارونو کې ککړې هوا یو لړ ستونزې رامنځته کړي دي، په اړه یې راشد خان وایي چې که څه هم دا یو ژوره ستونزه ده خو د لوبغالي چارواکو او کاروونکو سره یې د مخنیوي لپاره هلې ځلې پېل کړي دي.

د افغانستان او ویسټ انډيز ترمنځ لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ به سبا د چهارشنبې په ورځ د هند په لکنو ښار ایکانا لوبغالي کې د افغانستان پر وخت د ماسپښین (۱:۰۰) بجه پېل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x