ورزش

محمد نبي: ټيسټ لوبه مې د ځوان لوبغاړو لپاره قرباني کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې تکړه آلراونډر محمد نبي په خپله تازه مرکه کې ویلي دي چې په ټيسټ لوبډله کې دده د نوم نه شتون دردونکی دی.

افغانستان وړمه ورځ د ویسټ انډيز لوبډلې پر وړاندې د یوازیني ټيسټ لپاره ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې په لومړي وار په کې د محمد نبي نوم ونه موندل شو.

محمد نبي د ټیسټ لوبې په هکله یادونه وکړه چې کولای یې شول په دغه فارمیټ کې نورې لوبې ترسره کړي، خو د نوموړي په وینا چې غواړي ځوان لوبغاړو ته ځای پریږدي، او د همدوی په خاطر دغه قربانۍ ته تیار شو.

د ملي لوبډلې مشر راشد خان هم د یوې مرکې پر مهال د محمد نبي په هکله وویل چې د نوموړي تشه په اوسني وخت ممکن نه ده په اسانه ډکه شي، خو مونږ به کوښښ وکړو د نبي پرځای غوره لوبغاړی وټاکو.

دا په داسې حال کې چې د ویسټ انډيز کرېکټ لوبډله به سبا د چهارشنبې په ورځ د هند په لکنو ښار کې د افغانستان پر وړاندې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې مخ کیږي، په دغه سیالۍ کې به محمد نبي هم د افغان لوبډلې برخه وي.

محمد نبي د بنګلدیش پر وړاندې له یوازینۍ ټیسټ سیالۍ وروسته له دغه فارمیټ څخه استعفا اعلان کړه، په دغه لوبه کې افغانستان بنګلدیش ته ستره تاریخي ماتې ورکړې وه.

۳۴ کلن محمد نبي په ۳ ټيسټ سیالیو کې یوازې «۳۳» منډې ترسره کړي دي، دغه راز یې ۸ ویکټې  هم اخیستي چې د ۳۶ منډو په بدل کې ۳ ویکټې یې غوره توپ اچونه ده.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډلې تر دې درې ټیسټ لوبې ترسره کړي دي چې په دریواړو کې محمد نبي هم لوبیدلی دی، افغان لوبډله به د نومبر په ۲۷مه نېټه په یوازیني ټيسټ کې د ویسټ انډيز پر وړاندې مخ کیږي، دا به لومړی وار وي چې محمد نبي به د لوبډلې برخه نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x