نړۍ

ایران يو ځل بيا د يورانيمو د غني کولو اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لړم، ۱۳۹۸ل): ایران وايي، د امريکا له لوري د اټومي هوکړې له لغوه کېدو وروسته يې يو ځل بيا د يورانيمو د غني کولو پرېکړه کړې ده.

د ایران ولسمشر حسن روحاني نن چهارشنبه په تهران کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل: «موږ به سر له سبا په فوردو نومې ځای کې د يوراينمو د غني کولو چارې پيل کړو، خو که د اټومي هوکړې شريکوال دولتونه پر خپلو ژمنو ودريږي، موږ دا پرېکړه بېرته اخستی شو.»

غني شوي يا پاخه يورانيم په اټومي بټيو کې د سون لپاره کارول کيږي، خو په اټومي وسلو کې هم کارول کيږي.

د امريکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال په ۲۰۱۵ کال د ایران او شپږو سترو قدرتونو ترمنځ اټومي هوکړه شوې وه، خو د ۲۰۱۷ په لومړيو کې، چې ډونلډ ټرمپ د امریکا ولسمشر شو، له ایران سره شوی اټومي تړون يې د امريکا پر زيان وباله او په ۲۰۱۸ کال کې په يو اړخيزه توګه له دې تړونه ووت او پر ایران يې نوي بنديزونه ولګول.

ایراني چارواکو د امريکا دا پرېکړه غندلې او د تړون پر نورو ګډونوالو هېوادونو يې غږ کړی، چې د تړون د ژغورلو لپاره ګام پورته کړي.

ولسمشر ټرمپ وايي، له ایراني چارواکو سره پر نوې اټومي هوکړې د خبرو لپاره تيار دی، خو د ایران ولسمشر وايي، چې امريکا سره يې يو ځل اټومي تړون کړی او په دې اړه ورسره هېڅ ډول مذاکرات نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x