سګریټ څکول او «د مخ بڼه»، څیړنې ناوړه اغیزې موندلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لړم، ۱۳۹۸ل): د سګریټ څکونکي لپاره یو شمېر داسې علتونه شتون لري چې دغه ناوړه عادت پریږدي، خو اوس پوهانو داسې یو لامل په ډاګه کړی چې ممکن سګريټ څکونکی ددغه عادت پریښودو ته اړ کړي.

د انګلستان بریستول پوهنتون پوهانو د یوې نوې څیړنې له مخې څرګنده کړې چې بې اندازې زیات سګریټ څکول کولای شي د وګړو مخ بڼه له غونجوالي او زړښت سره مخ کړي.

پوهانو زیاته کړې چې سګريټ څکول یوازې د انسان داخلي بڼه له منځه نه وړي، بلکې د بدن پر بهرنۍ برخو لکه «مخ» او پر نور جلد هم ژور اغیز کوي.

د څیړنې په وینا که چیرې یو کس د اوږدې مودې لپاره سګریټ وڅکوي نو د خپل مخ جاذبیت او ښکلا له لاسه ورکوي، مخ یې غونجیږي او د نورو روغتیایي ګواښونو سره مخ کیږي.

دغه څیړنه کولای شي یو سګریټ څکونکی له دغه عادت څخه وژغوري او یا هم نور هغه کسان چې غواړي دغه ناوړه عادت خپل کړي – مخنیوی وکړي.

د څیړنې یوې مشرې ډاکټرې لوزي میلارد ویلي چې، ددغې څیړنې په واسطه کوښښ شوی چې د سګریټ څکولو منفي اړخونه وڅیړل شي، د نوموړې په وینا، «مونږ وموندله چې دغه عادت انسان په چټکۍ سره د زړښت لور ته بیایي».

څیړنې ښودلې، هغه کس چې پنځه سګریټه هره ورځ د ۱۲ کالو لپاره وڅکوي، او یا هغه کس چې پخوا یې ۲۱ کاله په دغه اندازه سګریټ څکولي وي، په دوی کې د نورو په پرتله ډیر احتمال شته چې مخونه یې غونج او د زړښت نښې په کې ښکاره شي.

یوازې دا نه، بلکې سګریټ د چاپیریال ککړتیا لامل کیږي، د سږو، خولې، شونډو او ستوني سرطان رامنځته کوي، او په کور کې څکل یې د ماشومانو د جدي ناروغۍ لامل هم کیدلای شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د