نړۍ

کراچي: هوټل باندی دلاسي بم برید په نتیجه کي ۲۵ تنه ژوبل شوه

karachi-attack-543(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۰۴) کراچي: تیره شپه ناوخته نامالومو وسوالو کراچي ښارکي لي مارکیټ ته څیرمه نیپرسړک باندي یوهوټل باندي دلاسي بم برید ترسره کړ، عیني شاهدان وایی له برید څخه وروسته دوه کسه ولیدل شول چي موټرسایکل باندي سواره وو اوله سیمي څخه په تیښتي ولاړل.

دکراچي دسویلي برخي دپولیسو دقومندان مرستیال اقبال محمود خبري رسنیو ته وویل، دوه تنه موټرسایکل سواره له نامالوم لوري څخه نیپرسړک باندي چیري چي همیشه ډیره ګڼه ګوڼي وي راښکاره شول اوپرهوټل باندی یی دلاسي بم ګذار وکړ او دپیښی له ځایه په تیښته بریالي شول.
نوموړي وویل دابه له وخت څخه مخکي وي چي دبریدکونکو په اړه باندي څه وویل چي برید کونکي څوک  او په چاپوري تړلي وو.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x