افغانستان

طالبانو لوګر کې پنځو امریکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۵ لړم، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، د لوګر ولایت په مرکز کې یې د امریکایي عسکرو په قطار باندې برید ترسره کړی او پنځو امریکایي عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د طالبانو له ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي «د الفتح بریمنو عملیاتو په لړ کې نن مازدیګر مجاهدینو د لوګر ولایت مرکز کې په امریکایي اشغالګرو ځپونکي کمین برید ترسره کړ، دغه برید د دوشنبې سیمه کې ترسره شوی چې پر مهال یې ۲ امریکایي اشغالګر وژل شوي، ۳ نور مرګوني ژوبل شوي او په دې برسېره دروند مالي زیان هم ور اوښتی دی.»

د طالبانو په خبره، په امریکایي عسکرو باندې ددوی تر برید وروسته چورلکو په سیمه بمبار کړی؛ خو چاته پکې زیان نه دی اوښتی.

یاده دې وي، چې تر دې دمه د ناټو قاطع ماموریت په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x