د وردګو والي: عليپور په سیمه کې پښتنو ته ستونزې راولاړوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۵ لړم، ۱۳۹۸ل): د میدان وردګو ولایت والي «مظفرالدین یمین» وايي، د نامسئوله وسلوالو قوماندان «عبدالغني عليپور» په سیمه کې ګڼې ستونزې راولاړې کړې او تر لاس لاندې  کسان یې د پښتنو په مقابل کې سازشونه کوي.

د «اوا» خبري اژانس د راپور له مخې، مظفرالدین تېره ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته د خبرو په مهال ویلي،  دا مهال په وردګو ولایت کې د نامسئوله وسلوالو شمېر ډېر کم دی؛ خو د عليپور په نوم قوماندان په سیمه ګڼې ستونزې راولاړې کړې، چې له امله یې حکومت اړ دی ددوی په وړاندې تصمیم ونیسي او هڅه وکړي غیر مسئول وسله وال تر خپل چتر لاندې راولي.

د مظفرالدین په خبره، د کابل- بامیانو لویې لار د نا امنۍ تر ټولو ستر لامل د لارې په اوږدو کې قومي تعصب او ستونزې دي « لکه څنګه چې د جلریز په ولسوالۍ کې پښتانه، هزاره، سادات او نور مختلف قومونه اوسي، هلته د علیپور کسان د پښتنو په وړاندې ستونزې راولاړوي، چې له امله یې د لارې په اوږدو کې مشکلات جوړ شوي.»

عبدالغني عليپور، د نامسئوله وسلوالو قوماندان دی، چې تېر کال د قوس په میاشت کې د دولتي عسکرو له لوري په کابل کې ونیول شو؛ خو څه موده وروسته بیرته پرېښودل شو، هغه مهال ځینو سرچینو داسې راپورونه ورکړل، چې نوموړی د حکومت دننه له پراخ نفوذ څخه برخمن دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Abdul-Rauf Alam
میلمه
Abdul-Rauf Alam

ته په خپله د علیپور په شان، د ملت قاتل يې او لاسونه دی تر څنګله په وینو ککړ .ان شاءالله د پوښتنی شیبي کمی پاتی دې.

جميل
میلمه
جميل

نو ته بیهمته د ولايت په مقام کی څه کوی ، سبا که عليپور په کور درواوښتی او و ټولوته يی بيعزتی درواړول بيابه هم همداسی شکايت کوی چی عليپور خو مونږ ټوله بيعزته کړلو .
چی مشران يی بيهمته او غلامان وی شونی نده چی کوم غيرتی پر کار وګماری او يا کوم همت والا کار ورسره وکړی .

masoom afghan
میلمه
masoom afghan

ههههههههه
یوه بلا بلې بلا ته وایي اوخ.
د میدان وردګو هره پيښه کې مستقیمً غیر مستقیمً د د لاس و.
د علیپور او د د کوم فرق ده.