افغانستان

د غني او عبدالله ناندرۍ؛ ارګ وایي، د سولې طرحه یې د عبدالله د څرګندونو خلاف په واقعیتونو ولاړه ده

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۵ لړم، ۱۳۹۸ل): ارګ د ګډ حکومت د اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې نوموړي پکې د سولې لپاره د ارګ وړاندې کړې طرحه له واقعیتونو لرې بللې وه.

د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي، چې د سولې لپاره د ولسمشر غني وړاندې کړې اووه ماده ییزه طرحه سولې ته د رسېدو تر ټولو غوره لار ده، چې د ملي اجماع او د ولسمشر غني د نه ستړې کېدونکو هڅو په پایله کې د پنځو کلونو په موده کې چمتو شوې.

د صدیقي په خبره، د ولسمشر له لوري وړاندې شوې طرحه د ملت پراخ ملاتړ له ځانه سره لري او  له هیواد څخه د جګړې د ختمولو او ثبات تر ټولو غوره نسخه ده.

د نوموړي د څرګندونو په بنسټ، اشرف غني سولې ته ژمنتیا لري، په دې برخه کې هڅې کوي او غواړي هیواد داسې یوې سولې ته ورسوي، چې په تعقیب یې جګړه پای ته ورسېږي.

ارګ وروسته له هغه د سولې لپاره له خپلې طرحې دفاع کوي، چې تېره ورځ عبدالله عبدالله له فرانس پریس خبري اژانس سره په خپله مرکه کې یو ځل بیا یاده طرحه د غوښتنو یو لست یاد کړ او  یاده يې کړه، چې دا طرحه نه د منلو وړ ده او نه هم له واقعیتونو سره اړخ لګوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

ځنی احمقان اوس هم وايی چی د دی دوه سری چار پايه دولت سره ولی طالبان مذاکرات نکوی ، د دی غلام او مفسد دولت دوه مشران نه سره جوړيږی نور ټيټ پوړی به يی څنګه سره جوړ شی .
تف او لعنت دی وی پر هغو چی د دی چار پايو پلوی کوی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x