افغانستان

بلخ: د طالبانو په برید کې د چاربولک ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۵ لړم، ۱۳۹۸ل): د بلخ ولایت د چاربولک ولسوالۍ امنیه قوماندان «قلم الدین»  له څو تنو عسکرو  سره یو ځای د طالبانو په برید کې وژل شوی.

د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي «د الفتح بریمنو عملیاتو په لړ کې تېره شپه مجاهدینو د بلخ ولایت د چاربولک ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ برید وکړ، دغه برید کې د ولسوالۍ امنیه قومندان قلم الدین، ۴ پولیس او یو د جاسوسي شبکې غړی وژل شوي، او ۳ نور پولیس ژوبل دي.»

د طالبانو په خبره، په برید کې د امنیه قوماندانۍ ودانۍ ته هم دروند زیان اوښتی.

بل لور ته د بلخ ولایت د پولیسو ویاند «عادل شاه عادل» هم په امنیه قوماندانۍ د طالبانو برید مني او په خبره يې، په یاد برید کې له امنیه قوماندان سره درې تنه نور هم ټپیان شوي وو، چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x