افغانستان لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې ويسټ انډيز ته «۱۹۵» منډې هدف وټاکه

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۵ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ويسټ انډيز لوبډلې ته په لومړۍ يو ورځنۍ سيالۍ کې د رحمت شاه او اکرام عليخېل نيمه سلیزو په مرسته په ۴۵.۲ اورونو کې ۱۹۵ منډې هدف وټاکه.

د تېر په څېر يو وار بيا حضرت الله ځاځی او جاويد احمدي په اوپنينګ کې ناکام ثابت شول، چې لومړۍ ویکټه په ۱۱ منډو او دويمه په ۱۵ منډو وسوځېده.

له دوی وروسته رحمت شاه او ځوان عليخېل پرلپسې نيمه سليزې ووهلې، ددوی ترمنځ په زړه پورې ۱۱۱ منډې ملګرتيا وشوه، چې منډې يې ۱۲۴ ته ورسولې، خو وروسته نجيب ځدران، محمد نبي او ګلبدين نائب د پام وړ توپ وهنه ونکړه او په پرلپسې ډول يې ويکټې له لاسه ورکړې.

https://twitter.com/ACBofficials/status/1192054180694740992?s=19

د افغانستان لخوا حضرت ځاځي ۹، جاويد احمدي ۵، رحمت شاه ۶۱، اکرام ۵۸، نجيب ځدران صفر، اصغر افغان ۳۵، محمد نبي ۱، نائب ۱۷، راشد خان صفر او نوین الحق يوه منډه جوړه کړه، خو مجيب هيڅ توپ ونه لوباوه.

د ويسټ انډيز لخوا جيسن هولډر، شيفرد او روستن چيس د افغانستان ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د