د طالب الهام څو غزلونه

طالب الهام

د خوښیو احساس

چې د زړه احساس او وینه شي بدله
تسمیه به یې په مینه شي بدله

بس شېبې به دخوښیو احساس ویشي
خو چې کرکه بیا په مینه شي بدله

ای چې ستا د تور اوربل شوخه څپېړه
په ناز ناز ستا له جبینه شي بدله

هغه کس به بیا موصوف په زیندیقت وي
عقیده چې یې له دینه شي بدل

کرکه کرکه به په کرکې وړي له منځه
مینه مینه چي په مینه شي بدله

کاش چې دا ځلې فرضي سرحدي کرښه
د اټک له یاغي سینه شي بدله

بیابه توره، زغره، ډال وي رانه پاتې
که مې پښه د آس له زینه شي بدله

سړی هله د شیطان لومو کې ښکیل کړي
وسوسه چې له یقینه شي بدله

ژمن دې نه بولم پر قول طالب الهامه
چې نېټه له ماسپښینه شي بدله

بدله،په اکثره موقعیت کې د بدلون په معنی سره ده خو په ځینو مواقعو کې یې که په ظاهره حمل کړو کېدی شي شعر د معنی سره سمون ونخوري، بده به نوي چې (بدله)وزیرستانۍ لهجه هم ده خو البته هغوی یې د څرخېدلو، تاوېدلو، وغیره وغیره په معنی اخلي. که اوس هم کوم ځای کې فهم اخستل ظاهراً متعذر وي نو وزیرستانۍ پښتو ته دې رجوع وکړل شي.

پې اربدل شه، یعنې پې راتاو شه.

ناوخته

که اوس پاتې شم سبابه شي ناوخته
که لاړ هم شمه نو بیابه شي ناوخته

له جهاد که لنډه لار غواړي جنت ته
هم په پیر هم په ملا به شي ناوخته

هیله مکړه او راځه صبح صادقه
که لږ تم شوې په رڼابه شي ناوخته

مخنیوی یې لومړیتوب دی تر هر څه نه
کنه فکر کړم افشابه شي ناوخته

ستا راتک ځان سره دومره اړین بولم
که زه لاړشم نو په تابه شي ناوخته

که پخپل تعین تاریخ رانشي طور نه
نو بیا ښایي په موسی به شي ناوخته

مورې هله راته پورته کړه لاسونه
اجابت کې په دعا به شي ناوخته

که ته ځې نو بیا وختي راځه کاله ته
که هغه راځي نو رابه شي ناوخته

بس تاخیر پکې مفضي للمعصیت دی
جهاد، جنګ او په غزا به شي ناوخته

که ته هغه او زه دغه کول غواړم
هغه پاتې شي او دا به شي ناوخته

که ته چېرته د دیدن درمل رانه وړې
د رنځور زړه په دوا به شي ناوخته

غم پرې سپک کړه د زړګي طالب الهامه
بیړه وکړه په ژړا به شي ناوخته

وبال په دېواله

جرس ته به یې و نڅي د جال په دېواله
که شرنګ شي دلربا ستاد خلخال په دېواله

کېدی شي اوس دیدن له کراهته وي وتلی
راوښتی دی بس سېوری او زوال په دېواله

شېبې د صبحدم به شرنګېدلې کړي له زنګه
اذان به کړي بلال د درمسال په دېواله

که فن مې چېرته خدای مکړه خلاف د شریعت وي
نو بیا یې وهل نلري وبال په دېواله

موسی ورته حیران دی خو تپوس له چانه وکړي
چې خضر آخر څه کوي کمال په دېواله

چې څوک کړي د اصحابو خصومت طالب الهامه
را پور ته به کړي سر د اعتزال په دېواله

شاعري کړو

بس خبرې جوړوو چې شاعري کړو
ساز، سندرې جوړوو چې شاعري کړو

هم له ځینو ځینو خلکو نه نفرت کړو
هم ملګري جوړوو چې شاعري کړو

کله سم خلک ژوندي په مړو شمېرو
کله مړي جوړوو چې شاعري کړو

له لفظونو،له خیالونو،له خبرو
مرغلرې جوړوو چې شاعري کړو

کړو ترخې کیسې خوږې طالب الهامه
ترې شکرې جوړوو چې شاعري کړو

سپین څادر

بندې لارې که دچین او که د روس شي
بس قیمت به ترهرڅه دلته کارتوس شي

نوردې سولې سپین څادرپه وطن خپورکړه
چې نور ختم پدې سیمه کې ویروس شي

نه به هر مرغه بدرنګ له کارغی وي
نه دې هر مرغه ښایسته لکه طاوس شي

که زما مشوره څوک مني نو دا ده
سردې غوڅ دهرخائن دهرجاسوس شي

چې څوک دلته دیرغل په نیت رادرومي
ژر بې قتل دې هیواد کې ټول نفوس شي

ستاپه وړاندې مخامخ داسې ګونګی شم
لکه ګونګ چې په اذان باندې ناقوس شي

ځینې خلک په نه کیسه خوري سل قسمه
ده ممکنه چې یمین یې د غموس شي

بس طالب الهام به هله کامل پیر وي
چې دربار ته یې خادم بیا جالینوس شي

ووهي

که نړۍواړه خدای په حق ددې رنځور ووهي
د نوح طو فان به سر چینه لدې تنور ووهي

موسی به خود نو دلیدو هیله له زړه وباسي
چې رب دخپل ذات تجلي په کوه طور ووهي

تورې ټاپې دتبلیغیانو داسې بویه کنه
لکه هندوان چې په تندي باندې سیندور ووهي

که دشرابو ورکېدل هیواد کي غواړي بادشاه
لومړی دي راشي چې دا ونې د انګور ووهي

د درخانۍ دزړګي غم به پرې غلط شي هله
چې آدم خان ورته په ښه مینه تنبور ووهي

که شهید روح مې خدای کول ترعلیینه ولاړشي
دعشق طواف به له ښایسته بیت المعمور ووهي

که څوک دې شک په تقدس دپاکې مینې کوي
طالب الهامه نو وبال به یې ضرور ووهي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د