صدیقي: د چین ناسته د طالبانو او حکومت تر منځ مذاکراتو ته زمینه برابرولای شي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۵ لړم، ۱۳۹۸ل):د ګډ حکومت ویاند «صدیق صدیقي» وایي، د چین ناسته د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د مذاکراتو لپاره زمینه برابرولای شي.

صدیقي نن له غرمې وروسته له طلوع نیوز سره په خپلو خبرو کې ویلي، چې د چین په بین الافغاني ناسته کې د ګډون کوونکو لست بشپړ شوی او یاده ناسته د طالبانو او حکومت تر منځ د خبرو لپاره د زمينې برابرولو تر ټولو غوره فرصت دی.

نوموړي که څه هم د چین په ناسته کې د ګډون کوونکو نومونه روښانه نکړل؛ خو زیاته یې کړه « دا ناسته د جګړې د دوو اړخونو طالبانو او حکومت تر منځ مخامخ خبرو ته لار برابرولای شي، چې له مخې یې کولای شو داسې یو ځای ته ورسېږو، چېرې چې دواړه لوري رسمي مذاکرات پیلولای شي.»

د چین بین الافغاني ناسته، چې تمه وه د تېرې میلادې میاشتې په وروستیو کې راوبلل شي، د نامعلومو دلایلو له امله وځنډېده. طالبانو هماغه مهال ویلي وو، د چین هیواد له لوري ورته په ناسته کې رسمي بلنه ورکړل شوې.

که څه هم تر دې دمه په یاده ناسته کې د طالبانو ګډون روښانه نه دی؛ خو هغوی وار له مخه ویلي وو، چې په دې ناسته کې ګډون کوونکي به د هیڅ جهت په استازیتوب خبرې نه کوي.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

تر څو چی د افغانستان د مسئلی خارجی بعد نه وی حل شوی د داخلی بعد حل ناشونی ښکاری ، نو ستاسو غلامانو دا ارمان به پوره نشی .

اجمل
میلمه
اجمل

جمیل ته: خارجی بعد داسی حل کیږی چی څه واخلی او څه له لاسه ورکړی، داسی هم نکیږی چی تاسی ټول ووځی چی مونږه بیا د پخوا په شان امارت جوړ کړو. ته او خدای جمیله: د امارت په دوران کی بیغره له امنیته چی هغه هم د برچی په زور، د لاسونو او پښو په قطع کولو سره راغلی وو نور څه وو؟ کوم نوی سرک، کومه شفاخانه یا پوهنتون یا بنیادی پروژه. څنګه خلک قبول کړی هغه توره تیاره یو وار بیا په دا بیوزلو خلکو؟ د یوه تلیفون کولو لپاره به مو پاکستان ته منډی وهلی، ته… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

اجمل ته : اجمل خانه ! د طالبانو کرامو په وخت کی نړيوالو پر افغانستان باندی ډير سخت بنديزونه ولګول ، څنګه چی کفارو د مدينی منوری پر لمړنيو مسلمانانو بنديز لګولی و ، هغه وخت هم منافقينو پر اصحابو کرامو ملنډی وهلی او دنيوی خواهشات يی درلودل . پدی اتلس کالو کی ډيری پيسی افغانستانته راغلی خو دا پيسی د جوړيدو لپاره نه خو يوازی د افغانانو د ايمان او د افغانی غيرت په رانيولو ولګيدی ، سربيره پر دی زمونږ هيواد په بي امنی ، فساد ، نشه يی توکو ، غربت او ځينو نورو ناخوالو کی قهرمان… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

د غلام او غلامی خبری به شاته پریږدو. ټول غلامان یوو، یو د امریکی بل د آی اس آی. د جنګ میدان په پیسو ګرمیږی نه په تس لاس. خو که غلامی کوی بیا نو د امریکی غلامی د آی اس آی څخه ښه ده ځکه چی آی اس آی خپله غلامان دی. طالب نباید د غلام، غلام سی. راغلو دی ته چی بالاخره به طالبان له حکومت سره خبری کوی که نن یی او که سبا. او کچیری خبری نکوی نو الله د دواړه ورک او نابود کړی. یو څه چی زه فکر کوم هغه دا ده چی امریکا… نور لوستل »